لښکرګاه (پژواک ٢٣ لړم ٩٠): د هلمند د پوهنې رياست مسوولينو په دغه ولايت كې له ١٦٥ تړل شويو ښوونځيو څخه د ۳۲ ښونځيو د بېرته فعالېدو خبر ورکړ.
د دغه ولايت د پوهنې رياست مرستيال محمدولي سرحدي د لړم په ۲۳مه پژواك خبري اژنس ته وويل، چې په تېرو څو كلونو كې د نا امنيو له امله د تړل شويو ښوونځيو له ډلې يې د روان ښوونيز كال له پيله ۳۲ ښوونځي بېرته فعال کړي دي.
نوموړى زياتوي، چې په ټول هلمند كې ۳۴۰ ښوونځي شتون لري، چي د نا امنيو له امله اوس هم ۱۷۵يې تړلي، ۱۶۵ فعال دي او ټول ټال ۹۶ ښوونځي ودانۍ لري.
د ده په خبره، چې په روان ښوونيز كال كې يې ۱۱ښوونځي په مارجه، ۸ په ګرمسېر، ۵ په نادعلي، ۲ په ګرشك، ۲ په واشېر او څلور په مركز لښكرګاه كې فعال کړي دي.
د سرحدي په خبره، د دوى د پلان له مخې بايد په روان ښوونيز كال كې سل تړل شوي ښوونځي فعال شي او په همدې موخه اوس هم تر دولتي حاكميت لاندې او وتلو سيمو كې له علماوو او قومي مشرانو سره پر خبرو بوخت دي.
د پوهنې رياست مرستيال وايي، چې د دغو ښوونځيو له فعالېدو سره يې ۲۵زره نوي زده كوونكي، چې ٨زره يې نجونې او پاتې نور هلکان دي، جذب کړي دي.
نوموړي زياته کړه، چې د ښوونيز بهير پر وړاندې د امنيتي ستونزو ترڅنګ د مسلكي ښوونكو نشتوالى او له اوم ټولګي څخه تر ۱۲ پورې د كتابونو نه لرل د دې لامل شوى، چې دا لړۍ ټکنۍ كړي.
محمد ولي سرحدي وايي، چې په دغه ولايت کې د ښوونكو تشكيل نه دى پوره، يواځې په ګرشك، مارجي او نادعلي ولسواليو كې ۱۴۸ښوونكي كم دي.
د ده په خبره، چې دا ستونزه به په راتلونكو درېيو كلونو كې ځكه هواره شي؛ چي هر كال د دغه ولايت نوي ځوانان له لوړو زده كړو او عالي دارالمعلمينونو فارغيږي.
دغه چارواكى په داسې حال كې د ښوونځيو د فعالېدو خبره كوي، چي اوسمهال هم د نږدې نادعلي او ناوې ولسواليو اوسېدونكي په خپلو سيمو كې د ښوونځيو له نه شتون څخه سر ټکوي.
د ناوې ولسوالۍ د نيګاري د سيمې يوه اوسېدونكي سيدانور اكا پژواك ته وويل، چې په نيكاري كې شاوخوا ۱۵ سوه كورنۍ اوسېږي ، خو يو ښوونځى هم نه لري.
نوموړي وويل، يواځې لږ شمېر كسان دي، چې خپل اولادونه يې لښكرګاه ته د درس ويلو لپاره لېږلي، نور ټول ماشومان او ځوانان د زده كړې له نعمته بې برخې دي.
دغه راز د نادعلي ولسوالۍ د ۳۱ غربي نومې سيمې اوسېدونكي حاجي محمد صادق پژواك ته وويل، چې نه يواځې د دوى په سيمه كې ښوونځي نشته، بلكې د دوى په شاوخوا لوى مانده، كوفكه او نواباد سيمو كې هم له تېرو څلورو كلونو راهيسې ښوونځي تړل شوي دي.
د ده په خبره، له همدې امله تنكي ځوانان او ماشومان د دولت له مخالفينو سره مرسته كوي او كه د دغه كار مخه ونه نيول شي، حالات به نور هم خراب شي.
د پوهنې رياست د چارواكو په وينا، چې اوسمهال په هلمند کې ۱۲۰زره زده كوونكي پر زده كړو بوخت دي، چي ۳۰ زره يې نجونې دي او ۲۳۷۸ ښوونكې په خپل تشكيل كې لري.