Language

په کاپيسا کې درېيو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

محمودراقي (پژواک ٢٣ لړم ٩٠): د کاپيسا ولايت په تګاب ولسوالۍ کې د هاوان د مرمۍ د لګېدو له امله، يوه نجلۍ وژل شوې او دوه هلکان ټپيان شوي دي.

 د تګاب ولسوال عبدالحکيم اخندزاده پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه توغندى نن د لړم په ٢٣مه، د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ د نښتې پر مهال د جويبار په سيمه کې لګېدلى دى.

 د نوموړي په وينا، د توغندى د لګېدو له امله يوه نجلۍ وژل شوې او دوه هلکان ټپيان شوي دي.

 نوموړي زياتره کړه، تراوسه معلومه شوې نه ده، چې دغه توغندى د کومې ښکېلي غاړې له خوا توغول شوى دى.

 اخندزاده د په دې اړه د څېړنو د پيل خبر ورکړ.

 د سيمې يوه اوسېدونکي معلم عبدالستار پژواک ته وويل: ((نښته غرمه مهال پيل شوه او د ډزو غږ اورېدل کېده.))

 د نوموړي په وينا، د نښتې پر مهال پر يوه کور د توغندي د لګېدو له امله، يوه ښځه وژل شوې او درې تنه نور د سيمې اوسېدونکي ټپيان شوي دي.

 سرچينې د توغندي د توغولو د سيمه په اړه ناخبري وښودله.

 د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د نښتې د پخلي ترڅنګ پژواک ته وويل، چې د افغان او ايساف ځواکونو پر ګزمې د دوى په بريد کې، يو شمېر بهرني سرتېري وژل شوي دي.

 خو نوموړي، بهرنيو سرتېرو او ملکي خلکو ته د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات ورنه کړل.

 دا په داسې حال کې ده چې له دوو مياشتو راهيسې، په تګاب ولسوالۍ کې هېڅ ډول نښته نه ده شوې.