کابل (پژواک ٢٤ لړم ٩٠): د حج په مراسمو کې ١٩ افغان حاجيان وفات او ١٣نور ټپيان شوي او هېواد ته د افغان حاجيانو د راتلو لړۍ به په راتلونکو ٢٠ ورځو کې بشپړه شي.
دغه څرګندونې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست او اداري مرستيال ډاکتر داعي الحق عابد د لړم په ٢٤ مه، په کابل کې خبريالانو ته وکړې.
ده وويل، چې افغان حاجيانو ته دغه مرګ ژوبله د ناروغيو او ترافيکي پېښو له امله ورپېښه شوې ده.
دى وايي، چې سيدمحمد د رحمت الله زوى د کندوز ولايت اوسېدونکى ، بي بي حوغل بردي د جوانمرد لور د بغلان اوسېدونکې، محمدنادر د اميرخان زوى د ميدان وردګو اوسېدونکى، نجيب الله د رحمت الله زوى د نورستان اوسېدونکى، خيرمحمد د محمدقربان زوى د غزني اوسېدونکى، عبدالمجيد د عبدالروف زوى د بلخ اوسېدونکى، محمدنعيم د محمد امين زوى د کابل اوسېدونکى، معلم شاه د اميرشاه زوى د پکتيکا اوسېدونکى، عبدالرزاق د عبدالله زوى د کندهار اوسېدونکى، حسام الدين د بهاوالدين زوى د ننګرهار اوسېدونکى، بي بي حرا د سيد محمدنور لور د فراه اوسېدونکې، عبدالرحيم د خيرمحمد زوى د کندهار اوسېدونکى، شيراحمد د شېرعالم زوى د پکتيا اوسېدونکى، محمدسليم د سردار زوى د غزني اوسېدونکى، احمدخان د محمد کريم زوى د کندوز اوسېدونکى، حاجي رنګين د حاجي افغان زوى د هرات اوسېدونکى او خداى نظر د محمد کريم زوى هغه کسان دي، چې د ورپېښو ناروغيو له امله وفات شوي دي.
دغه راز سرچينې زياته کړه، چې سلطان محمد د بستل زوى د نورستان اوسېدونکى او عبدالله د عبدالرسول زوى د بادغيس اوسېدونکى هغه کسان دي، چې د ترافيکي پېښو له امله يې خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
ده د ټپيانو نومونه ياد نه کړل، خو ويې ويل، چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
تېر کال د حج په مراسمو کې ٢٩ افغان حاجيان د ناروغيو او ترافيکي پېښو له امله مړه او ٩ نور ټپيان شوي وو.
عابد په نننۍ خبري ناسته کې وويل، چې له سعودي عربستان څخه هېواد ته د افغان حاجيانو د راستنېدو په لړ کې تر اوسه د کابل او مزارشريف هوايي ډګرونو ته ١٦ الوتنې ترسره شوې دي.
هغه وويل، چې په دغو الوتنو کې ٣٦٧٦ افغان حاجيان هېواد ته را رسېدلي دي.
د سرچينې د څرګندونو له مخې، په پام کې ده، چې پاتې نور افغان حاجيان هم په راتلونکو ٢٠ ورځو کې هېواد ته راستانه شي.
د چارواکو د معلوماتو پر بنسټ، سږ کال له افغانستان څخه د حج د فريضې د ادا کولو لپاره ٣٠ زره او ٥٥ تنه سعودي عربستان ته تللي دي.
عابد دا هم وويل، چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه ځينې کسان د حج د مراسمو په پلمه د کيسه بورۍ (غلا) لپاره سعودي عربستان ته ځي، چې سږ کال د حج په مراسمو کې د نورو هېوادونو د اتباعو ترڅنګ ١١ افغانان هم په همدغه تور نيول شوي، چې دوه يې بېرته خوشي شوي دي.
هغه وويل، چې د يادو ٩ تنو برخليک به د سعودي حکومت ټاکي.
د سرچينې د څرګندونو له مخې، تېر کال هم د حج په مراسمو کې په همدغه تور ٤٥ افغانان نيول شوي وو، چې دغه مهال د سعودي عربستان په زندانونو کې ساتل کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP