جلال اباد (پژواک ٢٤ لړم ٩٠): د ننګرهار د بهسودو د ولسوالۍ دوه پوړيزه ودانۍ، چې د امريکايي بيارغونې ډلې په مرسته جوړه شوې وه، نن ګټه اخيستنې ته وسپارل شوه.
د بهسودو ولسوال نعمت الله نورزي نن ( د لړم ٢٤مه) د دې ودانۍ د پرانيستنې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياده دوه پوړيزه ودانۍ ٢٨خونې لري او په يو جريب ځمکه کې د ولايتي بيارغونې امريکايي ډلې په ٤٥٠ زره امريکايي ډالرو، د دوو کلنو په موده کې جوړه شوې ده.
نوموړي زياته کړه، چې د ولسوالۍ دغه ودانۍ په معياري او عصري ډول له ټولو امکاناتو سره جوړه شوې ده.
نعمت الله نورزي وويل، له دې مخکې يې د ولسوالۍ رسمي چارې د جلال اباد ښار هوايي ډګر ته مخامخ د خوشګنبد په يوه شخصي کور کې ترسره کولې.
د ننګرهار سرپرست او مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال پژواک اژانس ته وويل، په پام کې لري، چې له ولسوالۍ سره يوځاى په راتلونکي کې نورو مديريتونو ته هم ودانۍ جوړې کړي.
مرستيال والي وويل، بهسود هغه ولسوالۍ ده، چې له سره رود ولسوالۍ سره يوځاى يې ډېرې برخې د دوى په ٥ کلن پرمختيايي پلان کې، د ښار په نويو جوړېدونکو څلورو ناحيو کې ورګډېږي.
د ګرديوال په وينا، بهسود له جلال اباد ښار څخه چاپېره ولسوالۍ ده او د ښاري خدمتونو رسول ورته د دولت په لومړيتوبونو کې ځاى لري.
نوموړى وايي، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کميشنرۍ او د جاپان هېواد جايکا موسسې د دغې ولسوالۍ ډېرې برخې د رغنيزو پروژو تر پوښښ لاندې نيولي، څو د ټول ختيځ زون لپاره نمونه يي سيمې شي.
د بهسودو د پرمختيايي شورا مشر ملک نعمت الله حليمي پر يادې ولسوالۍ ٤٥٠ زره ډالر لګښت ډېرې پيسې وبللې.
نوموړي پرته له ګوت نيونې وويل، چې ودانۍ ځينې تخنيکي نيمګړتياوې لري.
د يادونې ده، چې د سيمې يوه اوسېدنکي حاجي حکم خان د ولسوالۍ ودانۍ ته يو جريب کرنيزه ځمکه وړيا ورکړې وه.
بايد وويل شي، چې د ننګرهار اکثره ولسوالۍ عصري ودانۍ لري.