جلال اباد (پژواک ٢٤لړم٩٠): سيمه ييز چارواکي وايي چې د تورخم ګمرک يو کارکوونکى د ناپېژاندو وسله والو له خوا وژل شوى او درې نور يې له ځان سره بېولي دي.
د ننګرهار ولايت د بټي کوټ ولسوال اسرار الله قاري زاده نن (د لړم ٢٤مه) پژواک اژانس ته وويل، چې نن ماښام د بټي کوټ ولسوالۍ د غازي اباد سيمې ته نږدې د تورخم – جلال اباد پر لويه لاره ناپېژاندو وسله والو د تورخم د ګمرک پر کارکوونکو بريد وکړ.
د هغه په وينا، په دغه بريد کې د ګمرک يو کارکوونکى وژل شوى او درې نور وسله والو له ځان سره بېولي دي.
ولسوال زياته کړه، چې وسله والو د تورخم پر لار له يو کرولا ډوله موټر څخه پر دغو کارکوونکو بريد کړى دى.
د هغه په وينا، وژل شوى تن وسله والو په سيمه کې په ټپي حالت کې پريښى وو، چې وروسته يې د غني خېلو په روغتون کې ساه ورکړه.
د ننګرهار د ګمرک رييس خليق الله پژواک اژانس ته وويل، چې د ماښام په شاوخوا ٦بجو ناپېژاندو وسله والو د تورخم د ګمرک پر کارکوونکو بريد وکړ.
د ګمرک رييس زياته کړه: ((په دغه بريدکې د تورخم د ګمرک يو تن مامور شفيق الله وژل شوى او د يوه مامور ترڅنګ دوه تنه اجيران وسله والو له ځانه سره نامعلوم ځاى ته وړي دي.))
د ده په وينا، امنيتي ارګانونو په سيمه کې د پېښې د عاملينو د نيولو په موخه پلټنې پيل کړې دي.
د دغې پېښې مسوليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.