Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په لغمان کې د غره د ملکيت پر سر نښته کې درې تنه ووژل شول

مهترلام (پژواک ٢٤ لړم  ٩٠): د لغمان ولايت په الينګار ولسوالۍ کې د غره د ملکيت پر سر په رامنځ ته شوې نښته کې درې تنه ووژل شول.

د الينګار ولسوال شريف پاچا د لړم په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا نښته نن له غرمې مخکې په شاوخوا لسو بجو، د الينګار ولسوالۍ د کاهو په سيمه کې رامنځ ته شوې وه.

هغه زياته کړه، چې په دې سيمه کې د خوزي او آرام په نومونو د دوو قبيلو ترمنځ د غره او شاوخوا ځمکو پر سر شخړه روانه وه؛ خو نن يې وسله واله نښته وکړه.

د ولسوال په وينا، په دې نښته کې له يوه لوري څخه دوه تنه او له بل لوري څخه يو تن وژل شوى او له دواړو لورو څخه پنځه تنه ټپيان شوي دي.

د الينګار ولسوالۍ د قومي شورا مشر نور محمد همت پژواک اژانس ته پېښه تاييد کړه او ويې ويل، چې په دې سيمه کې هر يو قوم دعوه کوي چې سيمه ييز غر او ورسره شاوخوا ځمکې يې خپلې دي.

خو دى وايي، بل قوم يې ورسره نه مني چې نن يې ترمنځ وسله واله نښته رامنځ ته شوه.

د لغمان د ملکي روغتون يوې سرچينې پژواک ته وويل، چې دوى ته څلور ټپيان راوړل شوي، چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.