ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ايساف ځواکونو څلور تنه له وسلوالو سره د مرستې په تور ونيول

author avatar
16 Nov 2011 - 11:28
author avatar
16 Nov 2011 - 11:28

جلال اباد (پژواک ٢٥ لړم ٩٠): نړيوالو ايتلافي ځواکونو د ننګرهار ولايت په خوګياڼو ولسوالۍ کې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې ٤ تنه ونيول.

د خوګياڼو ولسوال حاجي محمد حسن د لړم په ٢٥مه پژوا ک خبري اژانس ته وويل، چې دغه عمليات تېره شپه د ولسوالۍ د ميملې د عودي خېلو په سيمه کې ترسره شوي دي.

نوموړي زياته کړه، ايتلافي ځواکونو خبر ورکړى، چې په دې سيمه کې يې ٤ تنه له وسلوالو مخالفينو سره د مرستې په تور نيولي دي.

ولسوال وويل، ده ته معلومات نشته، چې نيول شوي په چا پورې تړلي او په کومه سيمه کې نيول شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي پژواک ته وويل، چې ايتلافي ځواکونو څلور شکمن کسان له ځان سره بيولي دي.

په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر هم پژواک ته په خوګيانو ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال د څلورو تنو د نيول کېدو پخلى کړى دى.

د يادونې ده، چې د لړم په ١١مه د ايتلاف هوايي ځواک په دغې ولسوالۍ کې درې ماين خښوونکي وژلي وو.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.