لښکرګاه (پژواک ٢٥ لړم ٩٠): د هلمند ولايت امنيتي مسولينو په بېلابېلو پېښو کې د دوو قوماندانانو په ګډون د شپږو وسلوالو طالبانو د وژلو خبر ورکړ.
د دغه ولايت د ملي امنيت رياست يوې سرچينې، چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، د لړم په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ د ګرشک ولسوالۍ د نهرسراج په سيمه کې د ملي امنيت ځواکونو په عملياتو کې د ګلاب په نوم يو طالب قوماندان وژل شوى دى.
سرچينې زياته کړې، چې په دغو عملياتو کې د زرقاوي او عزيزالله په نومونو دوه طالب قوماندانان له يو ميل راكټ، دوه ميله كلاشينكوفونو او يو ميل تومانچې سره نيول شوي دي.
د يوه بل خبر له مخې، تېره ورځ په نادعلي ولسوالۍ کې هم د پوليسو او وسلوالو طالبانو ترمنځ نښته رامنځته شوې وه.
د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال محمدحكيم انګار پژواك اژانس ته وويل، چې دا نښته د نادعلي په ماتكي سيمه كې رامنځته شوې وه، چې له امله يې درې وسلوال طالبان وژل شوي او يو ژوندى نيول شوى دى.
امنيه قوماندان وايي، چې د دې نښتې په ترڅ كې پوليسو يو ميل پيكا او يو ميل كلاشينكوف هم ترلاسه کړى، پوليسو او ملكي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
همدارنګه د ولايت د مطبوعاتي دفتر له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره ورځ د لښكرګاه اړوند د خوشكاوې په سيمه كې د ايساف ځواكونو په هوايي بريد كې د الحاج په نوم د طالبانو يو قوماندان له خپل يوه ملګري سره هغه مهال ووژل شو، کله چې يې پر سړک ماينونه ښخول.
د هلمند د ملي امنيت رياست دغه راز وايي، چې په تېره يوه اونۍ كې يې، په مارجې ولسوالۍ كې پنځه زره كيلوګرامه امونيم نايتريت او په نادعلي او ګرشك ولسواليو كې يې ۷ کړۍ ماينونه نيولي دي.
د سرچيني په وينا، چې له دغو توكو سره په تړاو يې څوك نه دي نيولي.
وسلوالو طالبانو د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي، خو د هغو وياند قاري يوسف احمدي هم د هلمند په بېلابېلو سيمو کې افغان او بهرنيو ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن