Language

د ٢٧ وسله والو مخالفينو د وژلو خبر ورکړل شو

جلال اباد (پژواک ٢٥ لړم ٩٠): ايتلافي ځواکونه وايي چې په ننګرهار کې يې په يو هوايي بريد کې ٢٧ وسله وال مخالفين وژلي دي.

په بګرام کې د ايتلافي ځواکونو مطبوعاتي دفتر نن (د لړم ٢٥مه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار يې، وروسته له هغې پر وسله والو مخالفينو بمبار وکړ، چې د نازيانو په ولسوالۍ کې يې د ايتلاف او دولت پر ګډه ګزمه وسله وال بريد وکړ.

سرچينې زياته کړه، چې په دغه بريد کې ٢٧ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

د ننګرهار والي وياند احمد ضيا‌ء عبدالزي پژواک اژانس ته وويل، چې ګڼ شمېر وسله وال مخالفين د نازيانو ولسوالۍ د سرې للمې په سيمه کې وژل شوي دي؛ خو شمېره يې په ډاګه نه کړه.

 د هغه په وينا، په دغې پېښه کې کورنيو او بهرنيو ځواکونو او ولسي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د نازيانو ولسوال مامور عيسى په سيمه کې نښته تاييد کړه؛ خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه درلودل.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد د نازيانو ولسوالۍ د سرې للمې په سيمه کې د ١١ وسله والو مرګ ژوبله ومنله او زياته يې کړه، چې د دوى ملګرو هم د افغان سرتېرو ٢ رنجر موټر له منځه وړي او په کې سپاره يې ټول وژلي دي.

د يادونې وړ ده، چې نازيان د ننګرهار سوېل ختيځه ولسوالۍ ده، چې د خيبر پښتونخوا له باړې او تېرا سره ګډه پوله لري، چې ويل کېږي په دې سيمو کې د لشکر اسلام د وسله والې ډلې د يوه قوماندان منګل باغ مرکزونه هم موجود دي.