Language

مجددي له امريکا سره د ستراتيژيکو اړيکو تړون يوه اړتيا وبلله

کابل (پژواک ٢٥ لړم ٩٠): د دوديزې لويې جرګې رييس صبغت الله مجددي د افغانستان او امريکا تر منځ د ستراتيژيکو اړيکو د تړون لاسليکول يوه اړتيا او د بهرنيو لاسوهنو، په ځانګړې توګه د پاکستان د استخباراتي سازمان له امله وبلله.

مجددي د دوديزې لويې جرګې په افتتاحيه غونډه کې وويل، چې د افغانستان وضعيت له امريکا سره د ستراتيژيکو اړيکو د تړون لاسليک ته اړتيا لري او دا يوه اړتيا ده او بهرنيو لاسوهنو افغانستان دغه کار ته اړ کړى دى.

هغه زياته کړه: “د دغه تړون لاسليکول يوه اړتيا ده، چې له سترګې ترې نه شو پټولاى.”

د دوديزې لويې جرګې رييس زياته کړه، چې د افغانستان اوسنى حالت او بهرنۍ لاسوهنې په ځانګړې توګه د ګاونډيانو مداخله افغانستان دې ته اړ کړى، څو له افغانستان سره يو ظاهري ځواک موجود وي.

مجددي وويل، چې ګاونډيانو له جهاد وروسته د افغانستان ملت بې وسلې کړ او دښمن هره ورځ په مجهزو وسلو د افغانستان خلک وژني او له منځه يې وړي.

هغه په ډاګه کړه: “بهرنۍ لاسوهنې دوام لري، ماشومان، ښځې، زاړه او ځوانان وژل کېږي، ټول پوهېږي، چې د شلمې پېړۍ ترهګر او سړي وژونکي له بهر او له پاکستان نه راځي.”

د دوديزې لويې جرګې رييس د پاکستان پر استخباراتي سازمان (اى اېس اى) د سختو نيوکو په ترڅ کې وويل، چې ده پنځلس کاله مخکې نړۍ او پاکستان ته ويل، چې سياست مو سم نه دى او دا په خپله تاسو ته زيان رسوي.

صبغت الله مجددي وويل: “موږ د پاکستان له ملت او حکومت نه شکايت نه لرو، خو د پاکستان د حکومت دننه يو بل ځواک دى، چې نړۍ يې په شور راوستې ده.”

مجددي زياته کړه: “اى اېس اى ولې له موږ سره دومره دښمني لري او موږ ځپي او زموږ ماشومان او ښځې او زاړه او ځوانان له منځه وړي، که چېرې په دغه فکر کې وي، چې موږ خپل غلامان کړي او خپل لاسپوڅى حکومت جوړ کړي، نو دا خبره محال ده او محال ده او محال.”

د هغه په وينا ، ده تل بهرنيانو او امريکا ته ويلي، چې که چېرې په افغانستان کې امنيت نه شي راوستى، نو افغانستان ته دې وسله ورکړي، چې له ځان څخه دفاع وکړي.

د دوديزې لويې جرګې رييس د دې خبرې په يادونې سره، چې د کوېټ، مصر، عربستان او داسې نورو په ګډون څلوېښتو هېوادونو له امريکا سره د ستراتيژيکو اړيکو تړون لاسليک کړى دى، وايي: “که چېرې موږ تړون لاسليکوو، نو د افغانستان ملي حاکميت، خپلواکي او ازادي موږ ټاکو ا و له هغه دفاع کوو.”

هغه د دوديزې جرګې ګډون کوونکو ته په خطاب کې وويل: “دا جرګه مشورتي جرګه ده، حکومت نه غواړي ستاسو له مشورې پرته تړون لاسليک کړي، د جرګې د ګډون کوونکو رايه مهمه ده.”

د يادونې ده، چې دوديزه مشورتي لويه جرګه نن د څه باندې دوو زرو تنو په ګډون په کابل کې د لويې جرګې په خېمه کې د ولسمشر کرزي په وينا پيل شوه او ولسمشر کرزي هم د ستراتيژيک تړون لاسليکول د هېواد په ګټه وباله.