Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پنځو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته

کلات (پژواک ٢٥ لړم ٩٠): د زابل ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې د سړک غاړې د ماين په چاودنه کې یو ملکي وګړی وژل شوی او څلور نور ټپي شوي دي.

د دغه ولایت د والي مرستیال محمدجان رسولیار د لړم په ۲۵مه پژواک خبري اژانس ته وویل، چې دغه چاودنه تېره ورځ مازدیګر ۴ بجې رامنځته شوه.

د ده په خبره، یو ټونس موټر، چې له کلات ښار څخه شاه جوى ولسوالۍ ته پر لاره و، د نورک په سیمه کې د کابل- کندهار پر لویه لار د سړک غاړې پر خښ شوي ماین وبرابر شو.

نوموړي زیاته کړه، چې په چاودنه کې یو تن وژل شوی او څلور نور، چې ډېری ماشومان دي، ټپيان شوي دي.

رسولیار وايي، چې د پېښې قربانیان د پولیسو له لوري د کلات روغتون ته لېږدول شوي او یو شمېر نور چې سخت ټپيان و، کندهار ته وړل شوي دي.

هغه د پېښې پړه د دولت پر وسلوالو مخالفینو واچوله او زیاتوي، چې د ماین چاودنو په ډېرى پېښو کې ملکي وګړو ته زیان اوړي.

د پېښي یوه عیني شاهد او د نورک د پوستې پولیس علاوالدین پژواک اژانس ته د ټيلېفون پر کرښه وویل، چې په چاودنه کې موټر ویجاړ شوى دى.

نوموړی وویل، چې له پېښې وروسته دوى قربانیان د نورک سیمه ییز روغتون ته ورسول او وورسته بیا کلات ښار ته ولېږدول شول.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.