Language

امريکا غواړي د ستراتيژيک تړون جزئيات له رسنيو پټ وساتي

کابل (پژواک ٢٦ لړم٩٠): د دوديزې لويې جرګې ويانده وايي، د امريکا متحده ايالات نه غواړي چې په ستراتيژيک تړون کې د هغوى د غوښتنو جزئيات د رسنيو په واک کې ورکړل شي.

 د دوديزې لويې جرګې وياندې صفيې صديقي نن (د لړم ٢٦مه) له غرمې وروسته په يوه خبري ناسته کې خبريالاتو ته وويل، چې د يادې شوې جرګې د غړو د نن ورځې بحثونه يواځې له امريکا سره پر ستراتيژيک تړون څرخېدل.

 مېرمن صديقي وويل چې د دوديزې جرګې غړو، نن په ستراتيژيک تړون کې د امريکا د متحده ايالتونو د غوښتنو او شرايطو په اړه معلومات وغوښتل، چې تردې مهاله يې په واک کې نه دي ورکړل شوي.

 خو هغې وويل چې امريکا نه غواړي، په ستراتيژيک تړون کې د هغوى غوښتنې د رسنيو له لارې خپرې شي.

 هغې زياته کړه: ((زه بايد يو ټکى ووايم، دا چې ولې د مقابل لوري غوښتنې دلته نه دي منعکسې شوي، د دې لپاره چې هغوى يو ډول محرميت او حساسيت درلود، چې بايد رسنيو ته ورنه کړل شي. کومه موضوع چې د هغوى له لوري ده، هغوى غواړي چې بايد محرم پاتې شي.))

 دا چې په ياد شوي ستراتيژيک تړون کې به د امريکا غوښتنې د جرګې د غړو په واک کې ورکړل شي او که به د رسنيو په څېر له هغوى هم پټې وساتل شي، مېرمن صديقي يې په اړه څه ونه ويل.

 د هغې په وينا، د جرګې ګډونوالو همداراز غوښتنه کوله، چې په ستراتيژيک تړون کې د افغانستان د غوښتنو ټول جزئيات دې په واک کې ورکړل شي.

 مېرمن صديقي وويل، چې په ستراتيژيک تړون کې د افغانستان د غوښتنو په اړه عمومي معلومات او يواځې د ستراتيژيک تړون د متن هغه برخه د جرګې د ګډونوالو په واک ورکړل شوې، چې اړتيا ده د خلکو نظريات يې په اړه واخيستل شي.

 مېرمن صديقي زياته کړه: ((زه بايد ووايم، هغه څه چې د جرګې غړو ته ورکړل شوي، واضح نه دي؛ خو دا جرګه د همدې لپاره راغوښتل شوې، چې مشورې ورکړي او دا متن تکميل کړي.))

 هغې زياته کړه، چې د ستراتيژيک تړون د سند پر سر خبرې روانې دي او کله چې نهايي شي، نو ولسي جرګې ته به د تاييد په موخه واستول شي.

 دې ونه ويل، چې ياد شوى سند به کله نهايي کېږي، په داسې حال کې چې جرګه به دوه ورځې نور دوام وکړي.

 هغې وويل، چې د ياد شوي تړون په نهايي سند کې به د دوديزې جرګې غړو اندېښنې او نيوکې په پام کې ونيول شي او د هغوى د انګېرنو او غوښتنو له مخې به سند ترتيب شي.

 خو صديقي يادونه وکړه، چې له امريکا سره ستراتيژيک تړون تر ٢٠١٤ کال وروسته د لسو کلونو لپاره دى او د تل لپاره پوځي اډې په کې نه دي شاملې. 

 د دوديزې لويې جرګې وياندې زياته کړه، چې که څه هم سهار مهال د ستراتيژيک تړون د موادو پر سر د جرګې د غړو ترمنځ د نظر اختلاف موجود وو؛ خو په وينا يې دغه توپيرونه تر بحثونو او مشورو وروسته حل شول.

دوديزه لويه جرګه، چې د هېواد له بېلابېلو ولايتونو څه باندې دوه زره قومي مشران، ديني علما، د ولايتي شوراګانو غړي او د ملي شورا يو زيات شمېر وکيلان په کې ګډون لري، تېره ورځ پيل شوه او دوه ورځې به نوره هم دوام وکړي.            

Related Topics