Language

لښکرګاه ( پژواک ٢٦ لړم ٩٠ ) : د هلمند امنيتي چارواكيو د يوه ځانمرګي بريد کوونکي  په ګډون د لسو وسلوالو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړ.

د هلمند د والي امينتي سلاكار عبدالولي شمسي  دلړم په ۲۶ مه  پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې په يوولسو بجو د لښكرګاه اړونده د خوشكاوې په سيمه كې اوه تنه وزيرستاني طالبان  ، چې غوښتل يې د ښار مرکزي سيمو ته ولاړ شي د ايساف له خوا په نښه شوي دي.

هغه زياته کړه چې د ايساف په هوايي بريد کې ياد شوي وسلوال طالبان وژل شوي دي.

د شمسي په وينا، دا كسان لومړى د ملي امنيت د راپور له مخې تر څار لاندې راغلي او بيا د ايساف له خوا پرې هوايي بريد شوى دى .

 همدا راز د ګر شك امنيه قوماندان سمونيار  ښادي خان وايي چې دمالګير په سيمه كې  نن ديوې بجې په شاخوا كې يو ځان وژونكى او دوه ملګري يي په يوه كوركې د ايساف په هوايي بريدكې وژل شوي دي .

قوماندان وويل چې دغه كسان د طالبانو دفضلي په نوم د يوه قوماندان وسلوال و  او غوښتل يې چي ددغه ځان وژنكي په وسيله پرده  ( امنيه قوماندان) بريدوكړي ، چې ددوى له راپور وروسته ايساف ځواكونو په هوايي بريد كې ووژل شول.

 ښادي خان زياتوي چې په دې پېښه کې ملكي خلكو ته زيان نه دى اوښتى.

وسلوالوطالبانو هم په دې اړه تر دې دمه څه نه دي ويلي .