Language

په يوه ترافیکي پېښه کې درې تنه مړه شول

کلات (پژواک ٢٦ لړم ٩٠): د زابل ولایت چارواکي وايي، چې په مېزانه ولسوالۍ کې د یوه موټر د چپه کېدو له امله درې تنه مړه شوي دي.

د دغه ولایت د والي مرستیال محمدجان رسولیار د لړم په ۲۶مه پژواک خبري اژانس ته وویل، چې دغه پېښه پرون مازدیګر رامنځته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، يو ملکي پيکپ ډوله موټر، چې له کلات ښار څخه مېزانې ولسوالۍ ته پر لاره و، د دغې ولسوالۍ د پیتاو په سیمه کې له سړک څخه ووت او چپه شو.

د ده په خبره، په پېښه کې درې تنه مړه شوي، خو د ټپیانو په اړه يې معلومات نه درلودل.

رسولیار د پېښې د رامنځته کېدو لامل د لارې خرابوالۍ، چې په غرنۍ سيمه کې تېره شوې، وښود.

خو د زابل د مرکزي روغتون یوه نوکریوال ډاکتر، چې نه يې غوښتل نوم يې واخیستل شي، پژواک اژانس ته وویل، چې له يادې پېښې څلور ټپيان هم وروړل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په ټپیانو کې دوې ښځې هم شاملې دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دوه ټپیان، چې روغتيايي حالت یې نازک و، له لومړنۍ درملنې وروسته کندهار ته ولېږدول شول.

د کلات او مېزانې ولسوالۍ ترمنځ لویه لاره نږدې پنځوس کیلومتره اوږدوالى لري، چې د چارواکو په خبره شاوخوا ۷۵ سلنه یې قیر شوې او د پاتي د رغولو چارې روانې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.