Language

دوديزې لوې جرګې ته وړاندي شوى متن

کابل (پژواک ٢٧ لړم ٩٠) دوديزې جرګې ته په ورکړل شوي متن کې راغلي : (( افغانستان ژمنه کوي چې له ٢٠١٤ ميلادي کال وروسته د افغانستان نظامي تاسيساتو ته د متحده ايالتونو د پوځونو د لاسرسي او ګټې اخستنې چې له دواړو خواوو مشخص شي ، زمينه برابروي . ))

د افغانستان د حکومت لخوا دوديزې لويې جرګې ته د افغانستان او امريکا د ستراتيژيکو همکاريو په تړاو د وړاندې شوى متن دويمه برخه د پژواک خبري اژانس لاسته ورغلې ده .

 دغه متن (د افغانستان او امريکا د متحده ايالتونو تر منځ د ستراتيژيکو همکاريو په باب د دوديزې لويې جرګې د سلامشورو چوکاټ) تر عنوان  لاندې ليکل شوى دى .

په وړاندې شوې متن کې د افغانستان او  امريکا متحده ايالتونو تر منځ د سياسي، اقتصادي او امنيتي  همکاريو يادونه شوې ده.

په متن کې راغلي، چې د افغانستان  او امريکا ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو  تړون به د قانوني پړاوونو له تېرېدو وروسته تر ٢٠٢٤ زيږديز کال پورې نافذ وي.

همداراز په دې متن کې زياته شوې، چې دغه سند د دواړو هېوادونو د تصميم پر بنسټ تعديل، فسخ يا اوږدېدلى شي.

ددې متن د دويمې برخې بشپړ متن دلته ولولئ

دا په داسې حال کې ده چې د جرګې يو شمير غړيو ويلي چې د ياد شوي تړون په تړاو بشپړ  او په تېره بيا د امريکا د غوښتنو په اړه دوى ته  معلومات نه دي ورکړل شوي .

Related Topics