جلال اباد(پژواک ٢٧ لړم ٩٠) :په ننګرهار ولايت کې د روزنتونونو په ١٢٥٠ تنو يتيمو زده کوونکيو د ژمي کالي، د ښوونځي بکسونه او نور توکي ووېشل شول.
دغه مرستې د يوې عربي خيريه موسسې ( الندوه العالميه للشباب الاسلامي ) له خوا وېشل شوي دي .
په ننګرهارکې د دې موسسې مشر حاجي فيضان الله مخلص دلړم په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل،چې په دې مرستو کې د هر زده کوونکي لپاره يو جوړ کالي ، يو جمپر ، يو جوړ بوټ او يو جوړ جرابې شاملې دي او ټول لګښت يې درې نيم ميليونه افغانۍ شوى دى .
دى وايي چې دغه مرستې د ننګرهار په مرکز جلال اباد او ددې ولايت په رودات ، بټي کوټ ، غني خېلو او مومندري ولسواليو کې د يادې موسسې د روزنتونونو پر يتميو زده کوونکيو وېشل شوې دي .
دکار اوټولنيزو چارو رييس عبدالحکيم شيرزاد د يادې موسسې له مرستې مننه وکړه ، چې له يتيمانو سره مرسته کوي.
شېرزاد وايي ، دغه رياست له يادو روزنتونونو سره هر ډول مرستې ته چمتو دى .
په روداتو ولسوالۍ کې د روزنتون يوتن زده کوونکى عاشق الله چې يادې مرستې يې تر لاسه کړي دي ، وايي : (( موږ ډېر بې وسه يو او نه شو کولى چې ځان ته کالي او بوټان واخلو ، ډېر خوشاله يم چې دا مرسته يې راسره وکړه.))
د يادونې ده، چې څه موده مخکې هم يادې ټولنې له دغو روزنتونونو سره د قرطاسيې مرسته کړې وه.