Language

کابل (پژواک ٢٧ لړم ٩٠ ): دوديزې لويې جرګې په درېيمه ورځ خپل کار پيل کړ او ټاکل شوې ده، چې نن  د جرګې په کمېټو کې له وسلوالو مخالفينو سره د سولې پر ميکانيزم بحث وشي.

د دوديزې لويې جرګې وياندې صفيه صديقي نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې د جرګې دارالانشاء تېره ورځ له وسلوالو مخالفينو سره د سولې د لارو چارو په اړه ځينې معلومات په ليکلې بڼه د جرګې ټولو غړيو ته ورکړي دي .

د سرچينې د څرګندونو له مخې،د جرګې غړي چې په ټوليزه توګه په څلوېښتو کاري کمېټو وېشل شوي، نن په خپلو منځو کې په دې اړه بحث کوي او خپل وړانديزونه او نيوکې په ليکلې بڼه د  اړوندو کمېټو منشيانو ته سپاري. 

دوديزه لويه جرګه له امريکا سره د ستراتيژيک تړون او په افغانستان کې د سولې د ټينګښت پر ميکانيزم د خبرو په موخه د تېرې چهارشنبې په ورځ پيل شوه او ټاکل شوې ده، چې سبا پاى ته ورسيږي.

د يادې جرګې په  لومړۍ ورځ ولسمشر افتتاحيه وينا وکړه او د جرګې غړي په څلوېښتو کاري کمېټو ووېشل شول .

په دويمه ورځ له امريکا سره د ستراتيژيک تړون پر سر د جرګې د غړيو ترمنځ بحثونه وشول، خو د غونډې ځينې ګډونوالو سرټکاوه ، چې ددې تړون د سند په اړه ټول معلومات په تېره بيا د امريکا غوښتنې  له دوى سره نه دي شريکې شوي .

خو د دوديزې لويې جرګې د وياندې په وينا، د امريکا متحده ايالات نه غواړي، چې په ستراتيژيک تړون کې د هغوى د غوښتنو جزئيات د رسنيو په واک کې ورکړل شي.

په دې جرګه کې د هېواد له بېلابېلو ولايتونو څه باندې دوه زره تنه، قومي مشران، ديني علما، د ولايتي شوراګانو ٣٠ سلنه غړي او د ملي شورا يو زيات شمېر وکيلان غړيتوب لري.

ټاکل شوې ده ، چې له امريکا سره د ستراتيژيک تړون موضوع چې په افغانستان کې د امريکا پوځي اډې هم په کې شاملې دي، د دوديزې  جرګې تر مشورو او نورو قانوني پړاوونو وهلو وروسته ملي شورا ته وړاندې شي .

Related Topics