مزارشريف (پژواك ٢٨ لړم ۹۰) : په بلخ ولايت کې د حيرتان بندر چارواكي اټکل کوي چې د دغه بندر عوايد له تېر کال څخه شاوخوا ۲۰ سلنه زيات شوي دي .
د حيرتانو بندر ، چې د هېواد له مهمو سوداګريزو بندرونو څخه شمېرل كېږي، د بلخ ولايت د عوايدو ډېره سلنه له همدې بندر څخه تر لاسه كېږي.
د دغه بندر رييس قاضي نجيب الله د لړم په ۲۸مه، پژواك خبري اژانس ته وويل، چې دى هيله لري، چې د روان كال عوايد به يې د تېر كال د عوايد په پرتله زيات وي.
نوموړي زياته كړه، چې تېر كال يې له دغه بندر څخه ۲۰۰ميليونه امريكايي ډالر عوايد دولت ته سپارلي دي.
د هغه په وينا ، هيله لري، چې د روان كال د لومړيو شپږو مياشتو عوايد به يې د تېر كال د لومړيو شپږو مياشتو له عوايد څخه ۲۰سلنه زيات وي.
په داسې حال کې ، چې د روان کال اتمه مياشت هم په پاى ته رسېدو ده، خو د حيرتان بندر رييس د عوايدو د كره شمېرې په اړه د نه حساب كولو له امله څه ونه ويل.
نوموړي زياته كړه، چې د عوايدو زياته برخه يې افغانستان ته د تېلو واردات جوړوي.
قاضي نجيب الله وويل، چې د ټول هېواد ۷۰سلنه تېل د حيرتانو بندر له لارې هېواد ته راځي، چې د سوله ساتو ځواكونو تېل هم په كې شامل دي.
نوموړي زياته كړه، چې د تېلو ترڅنګ د وچې مېوې اخيستل شوى محصول هم د سږني كال په عوايدو كې زياتوالى راوستى دى.
د هغه په وينا، له دغه بندر څخه د صادراتو په برخه كې وچه مېوه او وارداتو په برخه كې نفتي مواد، لرګي او نور ساختماني توکي وړل او راوړل كېږي.
د حيرتانو بندر رييس وويل، چې په دغه بندر كې افغان سوداګرو هم د ياد وړ پانګونه کړې ، چې شاوخوا ٤٠٠ مليونه امريکايي ډالرو ته رسيږي.
د هغه په وينا، دغه پانګه اچونه ډېرى د نفتي توکيو د بنسټونو په برخه كې شوې ده.
دا په داسې حال كې ، چې په روان كال كې له دغه بندر څخه د ازبكستان غځېدلې د اورګاډي ليكې كار هم، د مزارشريف تر هوايي ډګر پورې بشپړ شوى او د دې پروژې په پاى ته رسېدو سره به د دغه بندر عوايد لا زيات شي.
د حيرتان بندر او مزارشريف ښارګوټي ترمنځ د ۷۵كيلومتره اوږدوالي په اندازه د ريل كرښې روان كار د ازبكستان هېواد لخوا د ١٢٩ ميليون امريكايي ډالرو په لګښت د ۱۳۸۷د كب په لومړيو كې پيل شوى و.
چارواكي وايي، چې د دغې كرښې له بشپړېدو وروسته به د مزارشريف د هوايي ډګر او د هرات د تور غونډۍ سرحدي بندر ترمنځ د دويمې کرښې د جوړولو کار پيل شي.