لښکرګاه (پژواک ٢٨ لړم٩٠): د هلمند د ناوې ولسوالۍ مشرانو ګواښ وکړ، چې که د جوړېدونکي سړک په بدل کې د حکومت له خوا منل شوې ځمکه ورنه کړي، دوى به د سړک د جوړېدو د چارو مخه ونيسي.
د يادې ولسوالۍ شاوخوا ٥٠ قومي مشران، چې لښګرګاه ته د همدې ستونزې په اړه راغلي وو، له ځايي چارواکو يې وغوښتل، چې پر خپله ژمنه دې ودريږي او د دوى د ځمکو بدل دې ورکړي.
د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي محمدګل پژواك خبري اژانس ته وويل، چې دغه سړك د دوى په شخصي ځمكو كې تېريږي او د هلمند والي ورسره ژمنه کړې وه، چې د دوى د ځمكو عوض به وركوي.
د ده په خبره، دا چې نن يا سبا د سړك د جوړېدو كار پيليږي، خو تر دغه مهاله يي نه د ځمكو بدله وركړل شوې او نه پيسې.
د يادې ولسوالۍ يوه بل اوسېدونکي قومي مشر حاجي عبدالله پژواک اژانس ته وويل، چې چارواكو ژمنه ورسره کړې وه، چې د لږې ځمكې په بدل كې به په لښكرګاه كې رهايشي نومرې وركوي او د ډېرې ځمكې په بدل كي به د دولت په تحقيقاتي ځمكو كې بدل وركول كېږي.
نوموړي زياته كړه، چې د دغه سړك په اوږدو كې ۲۲۴ كورنه زيانمنيږي او شاوخوا ۳۰۰ جريبه ځمكه په سړك كې راځي، چي دا ټوله شخصي ملکيت دى.
ده وويل، چې اوس پوليسو دوى ته خبـر وركړى، چې د سړك د ټاكل شوې سيمې په څلوېښت متره فاصله كې سيمه خوشې کړي او خپل كورونه، جوماتونه او ابادۍ دې پرېږدي.
هغه زياته کړه: ((په اوس وخت کې دا له امكانه لرې ده، ځكه چې له يوې خوا ژمى راغى او له بل پلوه خلك بې وسه دي او د نويو اباديو وس نه لري.))
خو د هلمند د ولايت مقام د دفتر اجراييوي رييس محمد لعل احمدي پژواک اژانس ته وويل، چې د ولايت اداره په خپله كړې ژمنه اوس هم ولاړه ده، خو ترڅو چې د خلکو د زيان کچه معلومه نه شي تر هغې بدل نه شي ورکولاى.
نوموړي زياته كړه، تر څو د سړک کار په بشپړ ډول سر ته ونه رسېږي، تر هغې د خلکو د زيان د کچې معلومول ستونزمن دي.
د احمدي په وينا، دا يوه لويه پروژه ده، چې نه يواځې د ناوې ولسوالۍ له لښكرګاه سره نښلوي، بلكې د ګرمسېر او نورې سوېلي ولسوالۍ هم سره نښلوي، چې په جوړېدو به يې د سيمې د خلکو زياتره ستونزې حل شي.
نوموړي وويل، چې دغه سړک به په لومړي پړاو کې تر ناوې ولسوالۍ پورې ١٧ کېلومتره جوړ شي او په دويم پړاو کې به تر ګرمسېر ولسوالۍ پورې جوړ شي، چې ٣٣ مېليون ډالر لګښت به پرې راشي، چې د امريکا د متحده ايالتونو له خوا پرې لګول کېږي.
د يادونې ده، چې څلور مياشتې مخکې د همدې ولسوالۍ اوسېدونکو د دغه سړک د ژر تر ژره د جوړېدو په موخه لاريون ترسره کړى و.