کابل ( پژواک ٢٨ لړم ٩٠ ) : د کورنيو چارو وزير وايي چې د سيمې ځينو استخباراتي کړيو هڅه کوله، چې دوديزه لويه جرګه ګډ وډه کړي.
له امريکا سره د ستراتيژيکو اړيکو دتړون په موخه دوديزه لويه مشورتي جرګه ، چې د لړم په ٢٥مه، په کابل کې د شاوخوا دوو زرو کسانو په ګډون پيل شوې وه، نن د لړم په ٢٨مه، مازيګر مهال د پرېکړليک په لوستلو او د ولسمشر حامد کرزي په وينا پاى ته ورسېده.
د کورنيو چارو وزير بسم الله خان محمدي نن ماښام مهال ددې جرګې له پاى ته رسېدو وروسته په يوه خبري غونډه کې وويل چې د سيمې ځينو استخباراتي کړيو هڅه کوله، چې دوديزه لويه جرګه ګډوډه کړي.
خو محمدي په دې برخه کې د کوم هېواد يا استخبارتي ادارې نوم په ډاګه نه کړ.
هغه زياته کړه چې د هېواد امنيتي ځواکونو په ګډه سره د استخباراتي کړيو ددې ناوړې هڅه مخه ونيوله او د هغوى دسيسه يې ناکامه کړه.
محمدي وويل : (( زموږ امنيتي ځواکونه تر پخوا ډېر پياوړي شوي او ددې وړتيا لري، چې د دا ډول لويو غونډو او جرګو امنيت ونيسي .))
د کورنيو چارو وزير هيله څرګنده کړه، چې په نږدې راتلونکي ملي امنيتي ځواکونه د هېواد د کورني او دفاعي امنيت چارې پخپل لاس کې واخلي.
بسم الله خان محمدي د دوديزې لويې جرګې له ګډونوالو مننه وکړه، چې د وسلوالو مخالفينو له ګواښونو سره سره يې په دې جرګه کې په پراخه کچه ونډه واخيسته.
ولسمشر حامد کرزي هم نن د جرګې په وروستۍ ورځ پخپلې وينا کې د هېواد د ملي امنيتي ځواکونو د هڅو ستاينه وکړه.
د يادونې ده ، چې د جرګې پر دويمه ورځ دسهار په اتو بجو د جرګې په شاوخوا سيمه کې چې د کابل ښار د لويې جرګې په خېمه کې جوړه شوه، دوه راکټونه ولګېدل او يو تن يې ټپي کړى و.
بايد وويل شي چې وسلوالو طالبانو د جرګې غړيو ته په دې جرګه کې د نه ګډون ګواښ کړى و.