ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کاراټې ملي لوبډله هندوستان ته ولاړه

کابل (پژواک ٢٩ لړم ٩٠): د کاراټې ملي لوبډله د سوېلي اسيا د اتلولۍ په لومړنيو سياليو کې د ګډون په موخه نن هندوستان ته ولاړه.

دغه سيالۍ د افغانستان، هندوستان، پاکستان، نيپال، بنګله دېش او سريلانکا د لوبغاړو په ګډون د لړم له ٣٠مې د ليندۍ تر دوهمې نېټې پورې د هند په پلازمېنه نوې ډهلي کې ترسره کېږي.

د دې لوبډلې مشر محبوب سروري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د افغانستان د کاراټې لوبډله په دې سياليو کې په اتو وزنونو سره (له منفي ٥٠ نه تر مثبت ٨٥ پورې) له اتو ورزشکارانو، دوو روزونکو، يوه داور او د پلاوي له دوو کسانو سره ګډون کوي.

هغه زياته کړه، چې دغې لوبډلې له ښه چمتووالي سره په دې سيالو کې ګډون کړى او هيله لري، څو وکړاى شي د هېواد لپاره اتلولي ترلاسه کړي.

٢٥ کلن رحمت الله حسني، چې په ٦٧ کيلو ګرامه وزن کې يې په دې سيالو کې ګډون کړى، وايي: ((له هغه تمرين سره، چې موږ د خپلو روزونکو تر نظر لاندې کړى دى، د خلکو په دعا انشاء الله د دې سيالو اتلولي د خپل ګران هېواد لپاره ترلاسه کوو.))

د افغانستان د کاراټې په لوبډله کې د مينا اسدي په نامه يوه ښځينه ورزشکاره هم ګډون لري.

هغې چې مخکې يې د پاکستان لپاره په سياليو کې ګډون کړى و، وويل: ((د خوښۍ احساس لرم، چې د لومړي ځل لپاره په اسيايي لوبو کې د يوې افغانۍ نجلۍ په توګه ميدان ته ځم او د خپل ګران هېواد تر بيرغ لاندې سيالي ترسره کوم.))

مينا اسدي، چې ډېر کلونه د پاکستان په کوېټه کې کډواله وه، درې مياشتې مخکې هېواد ته راستنه شوې او په کابل ښار کې يې د ښځو لپاره د کاراټې کلپ هم فعال کړى دى.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.