کابل (پژواک٢٩ لړم ٩٠): د مزارشريف په حيرتان بندر کې د ځينو افغان سوداګرو د احتکار له امله سوداګر کابل ته مايع ګاز نه راوړي او دا کار د دې لامل شوى، چې په کابل کې ګاز کم او بيې يې لوړې شي.
دا څرګندونې د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د نفتي توکو مشر انجنير فريد شېرزي نن په کابل د ګاز د بيو د کنټرول پر مهال خبريالانو ته وکړې او ويې ويل، چې ډېر ژر به د دې ستونزې د حل لپاره اقدام وکړي.
دغه مهال په کابل ښار کې په داسې حال کې يو کيلو ګاز له ٨٠ تر ١٠٠ افغانۍ په پرچون ډول پلورل کېږي، چې تېره اونۍ ياد وزارت د يو کيلو ګاز د پرچون پلور بيه ٥٥ افغانۍ ټاکلې ده.
د سوداګرۍ وزارت چارواکو ويلي وو، چې د ګاز بيه (٥٥ افغانۍ) يې د خصوصي سکټور له استازو سره په تفاهم ټاکلې او د سوداګرو لس سلنه ګټه هم ورسره په پام کې نيول شوې ده.
خو نن د دغه وزارت د موظفو کسانو له خوا د ګاز د بيو د کنټرول پر مهال څرګنده شوه، چې کابل ښار ته د ګاز واردوونکو ځينو شرکتونو کې ګاز نه شته او ځينې شرکتونه ډېر کم ګاز لري.
د دغه وزارت چارواکو د ګاز واردوونکو شرکتونو ته نن بيا امر وکړ، چې يو کيلو ګاز تر ٥٠ افغانۍ په لوړه بيه ونه پلوري.
په کابل کې د (افغان زمين) په نوم د ګاز عمده پلورونکي شرکت، د پلور د څانګې مشر اميرمحمد پژواک خبري اژانس ته وويل، د سوداګرۍ وزارت په داسې حال کې د ګاز د عمده پلور بيه ٥٠ افغانۍ ټاکلې، چې دوى ته اوس يو کيلو ګاز په ٦٧ افغانۍ پرېوځي.
هغه وويل، چې د بيو په اړه د وزارت تر اعلان وروسته يې يو کيلو ګاز په ٦٣ افغانۍ پلوره، خو اوس ګاز نه لري او ځکه يې نه راوړي، چې په تعيين شوې بيه يې پلور ورته ګټه نه کوي.
د هغه په وينا، په حيرتان بندر کې د ګاز يو شمېر لويو سوداګرو ګاز پټ کړى او يو ټن ګاز په ١٢٨٠ ډالرو پلوري.
دى وايي، دا په داسې حال کې ده، چې په ترکمنستان کې د يو ټن ګاز بيه شاخوا ٨٠٠ ډالره ده.
هغه زياته کړه: ((حکومت په موږ پسې راخيستې ده، تر څو چې بيې په حيرتان بندر کې کنټرول نه شي، دلته نه شي کنټرولېداى.))
دغه راز په کابل کې د ((کوهدامنيان کابل)) په نوم د ګاز عمده پلورونکي شرکت مشر نجيب الله انتظار کوهدامني هم وويل، چې له تېرو څلورو ورځو راهيسې يې په زېرمو کې ګاز خلاص شوى او نه غواړي، چې نور ګاز راوړي.
ده وويل، چې په وروستيو کې يې يو کيلو ګاز په ٦٢ او ٦٣ افغانۍ پلوره.
دى هم په دې اړه چې ولې ګاز نه راوړي؟ وايي، چې د وزارت له خوا په ټاکلې بيه د ګاز په پلور کې تاوان کوي؛ ځکه چې په حيرتان بندر کې ګاز په لوړه بيه پلورل کېږي.
هغه زياته کړه: ((موږ خو د يوې روپۍ ګټې لپاره ناست يو، د دې پر ځاى چې خبره د جواز بندېدو او يا څارنوالۍ ته ورسېږي، ښه دا ده، چې نور ګاز رانه وړو.))
په کابل کې د ((سن ګاز)) شرکت يوه چارواکي حامد خبريالانو ته وويل، چې دغه مهال ياد شرکت شاوخوا ٤٠ ټنه ګاز زېرمه لري، خو ده ته هم يو کيلو ګاز په ٦٥ افغانۍ تمام شوى دى.
د سوداګرۍ وزارت موظف پلاوي له دغه شرکت څخه وغوښتل، چې ګاز له ټاکلې بيې سره سم وپلوري.
د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د نفتي توکو مشر انجنير فريد شېرزي د يادو شرکتونو څرګندونې پر ځاى وبللې او زياته يې کړه، چې په حيرتان بندر کې ځينو سوداګرو د ګاز په احتکار لاس پورې کړى دى.
هغه وويل، په پام کې لري، چې د حيرتان بندر ته ژر يو لوړپوړى دولتي پلاوى ولاړ شي او احتکار کوونکي د قانون منګولو ته وسپاري.
د شېرزي د معلوماتو له مخې، دغه مهال د ترکمنستان په ترکمن باشي ښار کې يو ټن مايع ګاز په شاوخوا ٨٢٠ امريکايي ډالره پلورل کېږي، خو په حيرتان بندر کې ځيني افغان سوداګر ګاز په ډېره لوړه بيه پلوري.
د سوداګرۍ او صنايع وزارت ويلي و، له هغو کسانو سره به قانوني چلند وکړي، چې د ګاز په پلور کې له ټاکلې بيې سرغړونه کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP