Language

جلال اباد (ژواک ٢٩ لړم ٩٠): د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې وروسته له هغه د دولتي ځمکې ٣٠ غاصبين ونيول شول، چې پر هغې دولتي ډلې يې ډزې وکړې، چې د ناقانونه ودانيو پر نړولو بوخت وو.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي د لړم په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پېښه نن هغه مهال رامنځته شوه، د استيناف څارنوالۍ د رييس په مشرۍ يو دولتي پلاوى سيمې ته تللى وو.

هغه زياته کړه، چې نوموړي پلاوي غوښتل، له غاصبينو دولتي ځمکه خلاصه کړي، چې غاصبينو پرې ډزې وکړې.

د والي وياند وويل، چې په دې پېښه کې دوه ماشومان، چې په لوبو بوخت، ټپيان شول.

نوموړى وايي، چې وروسته امنيتي ځواکونو جلال اباد ښار ته نږدې د سره رود ولسوالۍ په ګنده چشمو سيمه کې نولس تنه هغه غاصبان ونيول، چې دولتي ځمکې يې غصب کړې وې.

د ننګرهار د استيناف څارنوالۍ رييس څارنپوه عبدالقيوم پژواک ته وويل، چې نن هغه مهال له خپلو ملګرو سره د غاصبينو تر ډزو لاندې راغلل، چې غوښتل يې په ګنده چشمو کې د هغو پنځلس کورونو دېوالونه ونړوي، چې نوي تر جوړېدو لاندې وو.

څارنوال قيوم وويل، چې غاصبينو پر پوليسو ډزې وکړې، چې له امله يې دوه ماشومان ټپي شول.

د ا ستيناف څارنوال وويل، چې تر دوه نيمو بجو پورې يې په سيمه کې دېرش غاصبين ونيول.

د يادونې ده، چې درې ورځې وړاندې په دې سيمه کې د ولسوالۍ پوليسو هم د دولتي ځمکې څو غاصبين نيولي وو.