Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

دوه ورځې وروسته به په کابل کې د يو کيلو ګاز بيه ٥٥ افغانيو راټيټه شي

حيرتان (پژواک ٣٠ لړم ٩٠): د سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي چې د ګازو د درې سترو واردوونکو شرکتونو له ليکلې ژمنې سره سم به دوه ورځې وروسته په کابل کې د يو کيلو ګاز بيه ٥٥ افغانۍ وي.

تېره ورځ ناوخته د سوداګرۍ وزارت او لويې څارنوالۍ يو ګډ پلاوى د افغان خبريالانو په ګډون حيرتان بندر ته ولاړ، ترڅو د هغې ستونزې په اړه څېړنې وکړي، چې له امله يې په کابل کې د سون د يو کيلو اوبلن ګاز بيه تر سلو افغانيو ورسېده.

نن هم د تېرو څو ورځو په څېر په کابل کې يو کيلو ګاز له ٨٠ تر ١٠٠ افغانيو په پرچون ډول پلورل کېده.

د سوداګرۍ وزارت د نفتي مواد رييس انجنير فريد شېرزي چې د ياد شزي پلاوي مشري يې په غاړه ده، نن (د لړم ٣٠مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د حيرتان په بندر کې له بهر څخه د ګازو درې سترو واردوونکو شرکتونو (کمال نبي زاده، پسران دوست او غضنفر ګروپ) د نفتي موادو رياست او د حيرتان بندر چارواکو ته ليکلې ژمنه ورکړه، چې دوى به په کابل کې د ګاز عمده پلورونکو ته يو ټن ګاز په ١٠٢٠ ډالر ورکړي.

دوى وويل، په حيرتان بندر کې يو ټن ګاز په ٩٢٠ ډالره پلورل کېږي، چې تر کابل پورې يو ټن ګاز ١٠٠ ډالره لګښت لري.

انجنير فريد شېرزي وويل، له ژمنې سره سم به ياد شوي شرکتونه سر له سبا کابل ته د ګاز د لېږد چارې پيل کړي.

ده زياته کړه، د دې ګاز په رسېدو سره به تر دوو ورځو پورې د يو کيلو ګاز بيه په کابل ٥٥ افغانيو ته راټيټه شي.

د غضنفرګروپ مشر محمد ايوب غضنفر پژواک ته وويل، چې دوى به پنځه زره ټن ګاز په ټاکل شوې بيې په کابل کې د ګاز پر عمده پلورونکو ووېشي.

غضنفر زياته کړه، چې د اختر د رخصتۍ او په ترکمنستان کې د يو زيات شمېر واګونو د تم کېدو له امله په هېواد کې د ګاز د واردولو بهير ټکنى شو، چې له امله يې د ګاز بيې لوړې شوې.

که څه هم د سوداګرۍ وزير انوارالحق احدي، چې د همدې ستونزې په اړه ولسي جرګې ته غوښتل شوى و، د دغې جرګې په عمومي غونډه کې وويل، چې يو شمېر افغاني شرکتونو ٣٠٠٠ ټنه ګاز احتکار کړى دى.

خو د حيرتان د بندر مشر قاضي نجيب الله، په دې بندر کې د احتکار موضوع رد کړه او زياته يې کړه، چې په کابل کې د دوديزې لويې جرګې له امله د ګاز د لېږد بهير ټکنى شو، چې پر بيو يې منفي اغېز وکړ.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.