Language

دوه وسلوال طالبان ووژل شول

محمود راقي (پژواک ٣٠ لړم ٩٠): په کاپيسا ولايت کې دوه وسلوال طالبان د بهرنيو ځواکونو له خوا ووژل شول.

د کاپيسا د تګاب ولسوال عبدالحکيم اخوندزاده د لړم په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن مازيګر مهال شاوخوا درې بجې دوه وسلوال طالبان، چې پر موټرسايکلونو سپاره وو، د بهرنيو ځواکونو له لوري ووژل شول.

د هغه په وينا، ياد شوي وسلوال طالبان په تګاب ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکو د مرکز دروازې سره نږدې په لاره د تېرېدو په حال کې وو، چې د بهرنيو ځواکونو له خوا وويشتل شول.

نوموړي زياته کړه، چې له وسلوالو طالبانو سره سپکې وسلې هم وې؛ خو موخه يې معلومه نه وه، چې هغوى څه کول.

د ولسوال په خبره، دواړه وسلوال د شمس اغا او زلمي په نومونو د تګاب ولسوالۍ د نګيانو د کلي اوسېدونکي وو.

د سيمې يوه اوسېدونکي ښوونکي جان اغا پژواک اژانس ته وويل، چې د وسله والو مړي د بهرنيو ځواکونو د مرکز مخ ته پر غځېدلي لاره پراته وو.

د هغه په وينا، دواړه وسلوال په داسې ډول وسله باندې ويشتل شوي، چې مړي يې په بشپړ ډول سوځېدلي وو.

په سيمه کې د غورځنګ ساپي په نوم د وسله والو طالبانو يوه سيمه ييز قوماندان، پژواک اژانس ته د يادو شويو وسلوالو وژل کېدل تاييد کړل.

نوموړي زياته کړه، چې د دوى ملګري يواځې په لاره تېرېدل، چې د بهرنيو ځواکونو تر بريد لاندې راغلل.

ايساف ځواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics