کابل (پژواک ٣٠ لړم ٩٠): افغان حکومت وايي چې د سولې د عالي شورا د پخواني مشر استاد رباني د وژنې د دوسيې د څېړلو په موخه به سبا يو لوړ پوړى دولتي پلاوى پاکستان ته سفر وکړي.
د ولسمشر حامد کرزي وياند ايمل فيضي نن (د لړم ٣٠مه) په خپله لومړنۍ خبري ناسته کې په کابل کې خبريالانو ته وويل، چې پاکستانيو چارواکو د استانبول کنفرانس په درې اړخيزه ناسته کې ومنله، چې د استاد رباني د وژنې د څېړلو په قضيه کې به همکاري وکړي، چې د فيضي په وينا، د درې اړخيزې ناستې لويه لاسته راوړنه وه.
د سولې د عالي شورا مشر او د افغانستان پخوانى ولسمشر برهان الدين رباني شاوخوا دوه مياشتې وړاندې په کابل کې د يوه ځانمرګي بريد کوونکي له خوا، چې د وسله والو طالبانو له خوا د سولې د قاصد په نوم راغلى و، په خپل کور کې ووژل شو.
افغان چارواکو ويلي، چې پر استاد رباني د بريد طرحه د پاکستان په کوېټه کې جوړه شوې وه او داسې اسناد يې په کابل کې د پاکستان سفارت ته ورکړي، چې ښيي د پاکستان استخباراتي اداره په دغه بريد کې لاس لري.
ټاکل شوې وه، چې د دې موضوع د څېړلو په موخه ډېر وړاندې يو لوړپوړى افغان دولتي پلاوى، پاکستان ته سفر وکړي؛ خو د نامعلومو دلايلو له امله دغه سفر وځنډېد.
د ولسمشر وياند زياته کړه، چې د استانبول کنفرانس په ترڅ کې د افغانستان، پاکستان او ترکيې په درې اړخيزه ناسته کې د افغان حکومت لومړۍ غوښتنه د استاد رباني د وژنې په اړه څېړنه وه او پر پاکستانيو چارواکو يې فشار راووړ، چې په دې برخه کې هر ډول همکاري وکړي.
فيضي وويل: ((د همدې مذاکراتو په لړ کې پاکستان ومنله او په کابل کې يې د خپل سفارت له لارې پيغام ولېږه، چې افغان دولتي پلاوى پاکستان ته سفر وکړي.))
فيضي وويل چې د وزيرانو شورا، نن په خپله اونيزه غونډه د دغه پلاوي د تګ پرېکړه وکړه.
د نوموړي په وينا، په ياد شوي پلاوي کې د ملي امنيت د رياست او د دفاع، کورنيو او بهرنيو چارو وزارتونو لوړپوړي چارواکي شامل دي؛ خو فيضي په دې اړه نور معلومات ورنه کړل.