کابل (پژواک ٣٠ لړم ٩٠): له امريکا سره د ستراتيژيکو اړيکو د تړون په اړه به افغان چارواکي، د دوديزې لويې جرګې د مشورو په رڼا کې خبرو ته دوام ورکړي او ولسمشر کرزى به د بن تر کنفرانس وروسته انګلستان ته په سفر کې له دې هېواد سره هم ستراتيژيک تړون لاسليک کړي.
دا څرګندونې د ولسمشر وياند ايمل فيضي، نن په کابل کې په يوه خبري ناسته کې وکړې.
فيضي وويل، چې ولسمشر کرزي نن د وزيرانو شورا په ناسته کې له اړوندو چارواکو وغوښتل، چې تردې وروسته د دوديزې لويې جرګې مشورو ته په پام سره د امريکا له متحده ايالتونو سره د ستراتيژيکو اړيکو د تړون پر سر له امريکايي چارواکو سره خبرې وکړي.
څلور ورځنۍ دوديزه لويه جرګه چې شاوخوا ٢زرو کسانو په کې ګډون درلود، د تېرې يکشنبې پر ورځ پاى ته ورسېده، چې په مشروط ډول يې له امريکا سره د ستراتيژيکو اړيکو د تړون پر لاسليک موافقه وکړه.
د دې تړون له مخې به، امريکا په افغانستان کې د لسو کلونو لپاره پوځي اډې ولري.
د افغانستان ملي حاکميت، ديني او فرهنګي ارزښتونو ته درناوى او د افغان ځواکونو تجهيز او مالي ملاتړ او دا چې پوځي اډې به د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو پرضد نه کارول کېږي، د لويې جرګې له خوا له مهمو شرطونو څخه دي.
د ولسمشر وياند همداراز وويل، چې له انګلستان سره هم د ستراتيژيکو اړيکو تړون پر سر د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ له تېرو ٧ مياشتو راهيسې خبرې روانې دي.
د فيضي په وينا، انګلستان د ستراتيژيکو اړيکو د تړون په رڼا کې غواړي، چې په امنيتي برخه کې له افغانستان سره د همکارۍ په موخه، افغان امنيتي ځواکونه وروزي او په افغانستان کې يوه پوځي اکاډمي جوړه کړي.
ظرفيت جوړونه، ښه حکومتدارۍ او د مالي نظام د پياوړتيا په موخه، اقتصادي همکاري هم هغه څه دي، چې د فيضي په وينا، له انګلستان سره د ستراتيژيکو اړيکو په تړون کې شامل دي.
هغه وويل چې ټاکل شوې ده، ولسمشر کرزى د بن تر کنفرانس وروسته، چې د راتلونکې زېږديزې مياشتې په پنځمه به جوړ شي، انګلستان ته په خپل سفر کې دغه تړون لاسليک کړي.
دى وايي چې له اروپايي ټولنې، استراليا او ځينو نورو هېوادونو سره هم د اوږدمهاله همکاريو پر سر د افغان حکومت خبرې روانې دي.
فيضي يادونه وکړه، په پام کې وه چې ولسمشر کرزى نن د وزيرانو شورا په غونډه کې د هغو سيمو نومونه په ډاګه کړي، چې د مسووليتونو د لېږد په دويم پړاو کې شاملې دي؛ خو په وينا يې دغه پرېکړه د اړوندو واليانو په غوښتنه وځنډول شوه.
د ولسمشر حامد کرزي وياند وويل چې د پکتيکا، زابل، شبرغان او سمنګانو واليانو په امنيتي او نورو برخو کې د خپل خپل ولايت ستونزې ولسمشر ته وړاندې کړې او پرېکړه وشوه، چې تردې وروسته واليان په هرو دوو مياشتو کې له ولسمشر سره وګوري.
د فيضي د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې ده چې د وزيرانو شورا په راتلونکې غونډه کې ولسمشر کرزى د هغو سيمو نومونه په ډاګه کړي، چې په پام کې ده امنيتې چارې يې له بهرنيانو افغان ځواکونو وسپارل شي.
افغان ځواکونو ته له بهرنيو ځواکونو د امنيتي مسووليتونو د لېږد لومړى پړاو د روان کال د چنګاښ د مياشتې په ٢٦مه، د باميانو له ولايت څخه پيل شو او وروسته په پنجشېر، له سروبي ولسوالۍ پرته د کابل په ولايت او د لښکرګاه، هرات، مهترلام او مزارشريف په ښارونو کې پاى ته ورسېد.
ټاکل شوې ده، چې د امنيتي مسووليتونو د لېږد لړۍ د ٢٠١٤زېږديز کال تر پايه بشپړه شي.