ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پروان د منډې وهلو لوبډله وټاکل شوه

د پروان د منډې وهلو لوبډله وټاکل شوه

چاريکار (پژواک ٣٠ لړم ٩٠): د پروان ولايت د منډې وهلو د منتخبې لوبډلې غړي د يوې لس کيلومترۍ سيالۍ په جوړېدو سره وټاکل شول.

 د پروان د ورزش امر سيد حسام الدين سادات، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه انتخابي سيالي، نن (د لړم ٣٠مه) د لس کيلومترو په اوږدوالي د هوفيانو له پله څخه د چاريکارو تر ورزشي لوبغالي ترسره شوه.

 د ده په وينا، له دې سيالۍ څخه موخه د هېواد په کچه په مسابقو کې د ګډون لپاره د پروان ولايت د لوبډلې ټاکل و.

 سادات زياته کړه چې په دې سياليو کې، دېرشو هغو لوبغاړو چې تردې مخکې ټاکل شوي وو، ګډون درلود.

 سرچينې زياته کړه چې د دې سيالۍ په پاى کې، جواد ميرزاد د اتلولۍ لقب وګاټه او معروف او جواد ملکزاد په ترتيب دويم او درېيم ځاى خپل کړ.

 د پروان ولايت د ورزشي امر په وينا، د دې سيالۍ له اول څخه تر لسم مقام پورې له دې سره سره چې مډال يې ترلاسه کړ، ټاکل شوې لوبډلې ته هم وبلل شول.

 جواد ميرزاد چې په دې سياليو کې اتل شو، پژواک ته يې وويل: «هره ورځ تمرين کوم او غواړم چې په پروان کې تر ټولو ښه منډه وهونکى وم.»

 د ده په وينا، تر دې سيالۍ وړاندې يې ډېر تمرين کړى او اوس خوښدى، چې اتل شوى دى.

 دا په داسې حال کې ده چې دوه مياشتې وړاندې هم، د پروان ولايت د سوداګرۍ خونې لوبډلې د دې ولايت د پوليسو جام د سياليو د اتلولۍ مقام ترلاسه کړى و.

 

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.