کلات (پژواک ٣٠ لړم ٩٠): د زابل امنیتي چارواکي وايي، چې د وسلوالو مخالفینو په یوه برید کې څلور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د دغه ولایت د والي مرستیال محمدجان رسولیار د لړم په ۳۰مه پژواک خبري اژانس ته وویل، چې دغه برید د زابل په ارغنداب ولسوالۍ کې ترسره شوی دی.
نوموړي زیاته کړه، چې تېره ورځ له غرمې وروسته وسلوالو مخالفینو د ارغنداب ولسوالۍ پر مرکز یو شمېر توغندي وتوغول.
د ده په خبره، یو توغندى د ولسوالۍ مرکز ته څېرمه په یوه باغ کې لګېدلى، چې له امله یې څلور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
مرستیال والي وايي، چې ټپيان په سیمه کې نږدې روغتون ته رسول شوي، خو د ځینو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دى.
بلخوا ایساف ځواکونه وايي، چې تېره ورځ يې د زابل په مرکز کلات ښار کې د عملیاتو پر مهال د وسلوالو طالبانو یو مرسته کوونکى له خپل یو بل ملګري سره نیولی دی.
د دغو ځواکونو له خوا د لړم په ۳۰مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې نیول شوي تن وسلوالو طالبانو ته چاودېدونکي توکي چمتو کول.
مرستیال والي د ایساف له خوا د عملیاتو ترسره کېدل مني، خو د کوم چا د نیولو په اړه بې خبري ښيي
وسلوالو طالبانو تراوسه د دغو دواړو پېښو په اړه څه نه دي ویلي، خو طالب وياند قاري یوسف احمدي ادعا کوي، چې تېره ورځ یې په کلات او شاه جوى ولسوالۍ کې په دوو چاودنو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو دوه موټر ویجاړ کړي او په کي سپرو سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
خو د زابل مرستیال والي دغه ادعا رد کړه.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن