Language

اروپايي کمېسیون د شمال له وچکالۍ ځپلو سره ١،٥ میلیونه یورو مرسته کوي

کابل (پژواک د ليندۍ لومړۍ نېټه ٩٠): اروپايي کمېسیون د افغانستان په شمال کې له وچکالۍ ځپلو کورنیو سره ١،٥ میلیونه یورو بیړنۍ مرسته کوي.

 دغه څرګندونې  په کابل کې د اروپايي ټولنې د استازي له دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته، نن په رالېږل شوې خبرپاڼه کې شوې دي.

 سرچينه زياتوي، چې دا مرستې به د اروپايي کمېسیون د بشری مرستو او د عامو وګړو د ساتنې د ادارې (ECHO) له لارې ترسره شي.

 په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې مرستو په لومړني پړاو کې به له خلکو سره له کوم شرط پرته د يوه اندازه نغدو پیسو مرسته وشي، ترڅو وکړای شي د اړتیا وړ خواړه او نور توکي ترلاسه کړي.

 د سرچينې د څرګندونو له مخې، په دویم پړاو کې به د وچکالۍ ځپلو کورنیو د وضعیت د څرنګوالي او غذايي توکو د بيو ارزونه وشي او د اړتیا په صورت کې به د کورنیو د پیاوړتیا لپاره اړين  ګامونه پورته کړي.

 په خبرپاڼه کې د دې مرستو د تر سره کېدو وخت نه دى څرګند، خو په کې راغلي چې له يادې شوې مرستې څخه به ۷۲۰۰۰ اغېزمن وګړي ګټه واخلي.

 د نړیوالو همکاریو، بشر دوستانه مرستو او له بحران سره د مبارزې په برخه کې د اروپايي کمېسيون کمېشنرې کریستالینا جیورجیوا ويلي، چې د افغانستان په شمال کې وچکالي د خلکو پر ژوندون خورا بدې اغېزې ښندلي او د دې سیمې خلک له جګړې او ناامنۍ څخه هم متاثره شوي دي.

 د خبرپاڼې له مخې، اټکل شوى چې په ياده شوې سیمه کې څه د باندې ۲.۸ میلیونه وګړي له وچکالۍ متاثره شوي او امکان لري د راتلونکي کال د حاصلاتو د تر لاسه کولو تر وخته به يې حالت تر اوس هم ناوړه شي.

 سرچينه ليکي چې اروپا غواړي، د افغانستان خلک له دې بحران څخه وژغورل شي.

 په خبرپاڼه کې راغلي، چې يادې شوې مرستې سره به د اروپايي کمېسیون مرستې د بشر دوستۍ او د ملکي وګړو د ساتنې په برخه کې څه باندې ۴.۵ میلیونه یورو ته ورسېږي.

 اروپايی کمېسیون ليکي، چې دې کمېسيون له ۲۰۰۱ کال راهيسې د افغانونو د لومړنیو غوښتونو په برخې کې د ۴۸۳ میلیونه یورو مرسته کړې ده.

 سرچينه زياتوي، چې د تېر ژمي او پسرلي په اوږدو کې د لږ اورښت او واورو له کبله د افغانستان په شمال، شمال ختیځ او لوېدیځو سیمو کې وچکالي رامنځ ته شوې، چې څه باندې ۲.۸ میلیونه وګړي یي اغېزمن کړي دي.

 په ياده شوې خبرپاڼه کې راغلي چې اروپايي کمېسیون په ۲۰۱۱ کال کې، په افغانستان کې له وچکالي ځپلو او طبيعي پېښو سره د مبارزې په برخه کې ۳۳ میلیونه یورو مرسته کړې،  چې له راستنو شویو کډوالو سره مرسته هم په کې شامله ده.