کابل (پژواک،د ليندۍ لومړۍ نېټه ٩٠): د ملګرو ملتونو سرمنشي له ولسمشر حامد کرزي سره، په افغانستان کې د خپل نوي استازي د ټاکنې په اړه خبرې وکړې.
د جمهوري رياست له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر کرزي تېره ورځ ناوخته د ملګرو ملتونو له سر منشي بانکي مون سره په دې اړه د ټيلېفون له لارې خبرې کړې دي.
سرچينې د نورو معلوماتو له ورکولو پرته زياته کړې، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ستیفن ډیمیسټورا د ماموریت دوره پاى ته رسېدونکې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر کرزي او بانکي مون وپتېيله، چې د بن د نړیوال کنفرانس په درشل کې به له یو بل سره وګوري.
ټاکل شوې، چې د افغانستان په اړه د بن دويم نړيوال کنفرانس د راتلونکې ميلادي مياشتې په ٥مه په المان کې جوړ شي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د ملګرو ملتونو سرمنشي، کرزي ته د دوديزې لويې جرګې د برياليتوب له امله هم مبارکي ويلې ده.
له امريکا سره د ستراتيژيکو اړيکو د تړون او د سولې د ميکانېزم په اړه، ياده مشورتي څلور ورځنۍ جرګه د تېرې شنبې په ورځ پاى ته ورسېده، په مشروط ډول يې له دغه تړون څخه ملاتړ وکړ او له وسله والو مخالفينو سره د سولې د پروسې دوام يي تاييد کړ.