جلال اباد (پژواک د ليندۍ لومړۍ نېټه ٩٠): د ماليې وزارت چارواکي وايي، په پام کې لري راتلونکى کال د ولايتونو لپاره په ځانګړي ډول په کلنۍ بوديجه کې ٨٥ ميليونه ډالره اضافه کړي، چې د ځايي چارواکو د پلان له مخې به لګول کېږي.
دغه څرګندونې د ماليې وزارت د ولايتي بوديجې کارپوه عبدالمومن منصور د ليندۍ په لومړۍ نېټه، په جلال اباد کې په دې اړه د دوه ورځني ورکشاپ په لومړۍ ورځ وکړې.
په دغه ورکشاپ کې به له ٩ ولايتونو څخه د هر ولايت د پنځو سکتوري رياستونو استازي د ١٣٩١ کال ولايتي بوديجې ته، د دوه نيم ميليونه ډالرو په ارزښت پروژې وړاندې کړي.
د وزارت کارپوه زياته کړه، چې ننګرهار، کونړ، لغمان، نورستان، لوګر، ميدان وردګو، پکتيکا، پکتيا او خوست په يادو شويو ولايتونو کې شامل دي.
منصور د دې ورکشاپ د پرانېستل کېدو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له دغه ورکشاپ څخه يې موخه په ملي بوديجه کې ولايتي چارواکو ته ونډه ورکول دي.
ده وويل، د ورکشاپ ګډونوال ٢٠٠ تنه دي، چې د ٩ ولاياتو د سکتوري رياستونو رييسان او مالي، تدارکاتي او پلان مديران يې غړيتوب لري.
د ننګرهار ولايت چارواکي نيوکه کوي، چې د ولايتونو په بوديجه کې انډول په نظر کې نه نيول کېږي.
د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبد الزي وويل چې د روان لمريز کال د بوديجې په څېر، د ماليې وزارت نوى پروګرام هم غير عادلانه او ناانډوله دى.
نوموړي زياته کړه، چې ٣ ميليوني او ٣ سوه زريز نفوس درلودونکي ولايات په يوه تيږه تلل شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې د تېر کال د بوديجې له اعلان څخه وروسته، د ننګرهار والي پر ماليې وزارت نيوکه کړې وه، چې ننګرهار ته يې له مزار شريف څخه کمه بوديجه جلا کړې ده.
خو منصور د بېلګې په توګه وويل، چې په باميانو کې د ٨٠ ميليونه ډالرو په لګښت د حلقوي سړک جوړول او په بلخ کې د ١٢٠ ميليونه ډالر په لګښت د رېل پټلۍ غځول، هغه ملي پروژې دي چې ګټه يې ټول هېواد ته رسېږي.