Language

پاکستان ٢٠٠٠ محصلينو په بېلا بېلو تحصيلي برخو کې بورسونه ځانګړي کړي

کابل (پژواک د ليندۍ لومړۍ نېټه ٩٠): پاکستان ٢٠٠٠ افغان محصلينو ته په بېلابېلو تحصلي برخو کې د ماسترۍ او ليسانس په کچه بورسونه ځانګړي کړي دي.

 د پاکستان د سفارت مطبوعاتي مسوول غلام محمد خان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه افغان محصلين به د پاکستان په بېلابېلو پوهنتونو کې د طب، انجنيرۍ، کمپوټر ساينس، کرنې او نورو برخو کې لوړې زده کړې وکړي.

 د هغه د معلوماتو له مخې، له يادو شويو محصلينو ٧٠٠ تنه په دوو پړاوونو کې پاکستان ته تللي دي او تمه ده چې روانه مياشت ٧٠٠ نور هم پاکستان ته ولېږل شي.

 خبرپانې له ٦٠ تنو محصلينو چې ازموينه يې ترسره کړې او ټاکل شوې ده، چې ډېر ژر پاکستان ته ولېږل شي، هم غوښتي چې د پاکستان سفارت ته مراجعه وکړي.

  د پاکستان د سفارت وياند غلام محمد خان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د يادو شويو کسانو نومونه د پاکستان سفارت په وېبپاڼه کې ياد شوي دي.