Language

اشرف غني د ميدان وردګو له خلکو سره د امنيت د لېږد په اړه مشورې وکړې

ميدان ښار (پژواک ٢ ليندۍ ٩٠): له ناټو څخه افغان ځواکونو ته د امنيت د لېږد پروسې مشر ډاکټر اشرف غني احمدزي د ميدان وردګو د ولايت له چارواکو، مخورو او د مدني ټولنو له استازو سره په دې ولايت کې د امنيت د لېږد پروسې په اړه سلا مشورې وکړې.

د ميدان وردګو د والي وياند شاهدالله شاهد د ليندۍ په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د دې ولايت د مقام په ودانۍ کې جوړه شوې وه، د ميدان وردګو والي محمد حليم فدايي، د دې ولايت د دولايتي شورا رييس حضرت محمد جانان، قومي مخورو، د مدني ټولنې ګڼو استازو او ځوانانو ګډون درلود.

 په دې غونډه کې د ميدان ورد ګو والي او د ولايتي شورا رييس، د مدني ټولنو استازو، قومي مخورو او ځوانانو د دې ولايت ستونزې او د دې پروسې په اړه خپلې مشورې د دې پروسې مشر ډاکټر اشرف غني احمدزي ته واورولې او د امنيت د لېږد په پروسه کې يې د هر راز مرستې ډاډ ورکړ.

  اشرف غني احمدزي هم پر ګډونوالو غږ وکړ، چې د دې ملي پروسې د بريا لپاره ورسره مرسته وکړي او دا پروسه بريالۍ کړي.

 هغه ژمنه وکړه، چې د دې ولايت ستونزې به د حل په موخه ولسمشر کرزي ته ورسوي.

هغه وويل چې بهرنيان تل دلته اوسېدلى او د افغانانو امنيت ساتلى نه شي؛ افغانان بايد د خپل امنيت د اخيستلو او ساتلو لپاره چمتووالى ولري.

په افغانستان کې له مېشتو بهرنيو ځواکونو افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو د لېږد لړۍ، چې ټاکل شوې د ٢٠١٤ کال تر وروستيو په ټول هېواد کې بشپړه شي، د روان کال د چنګاښ په مياشت کې پيل شوه.

 د دې لړۍ په لومړي دور کې له سروبي ولسوالۍ پرته د کابل، پنجشېر او باميانو ولايتونو او د هرات، لښکرګاه، مهترلام او مزارشريف په ښارونو کې د چارو مسووليتونه افغانانو ته وسپارل شول.

چارواکو د لړم په څلورمه اعلان وکړ، چې دغه لړۍ به د بدخشان په مرکز او ٧ ولسواليو، د بادغيس په مرکز او اب کمري ولسوالۍ، د غزني ښار، له شينډنډ او چشت شريف ولسواليو پرته د هرات ولايت، د کابل د سروبي ولسوالۍ، د غور مرکز، د لغمان قرغه يي ولسوالۍ، د ننګرهار مرکز او بهسود، خېوه، کامه او سره رود ولسوالۍ، د ميدان وردګو ولايت مرکز او د لومړۍ او دويمې حصې ولسوالۍ، د هلمند په ناوه او نادعلي ولسواليو کې هم پيل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.