لښکرګاه (پژواک ٢ ليندۍ ٩٠): د امريكاد بهرنيو چارو د وزارت مرستيال هلمند ته د خپل لنډ سفر پر مهال د دغه ولايت له ځوانانو سره په بېلابېلو برخو کې د مرستو ژمنه وکړه.
د هلمند د والي وياند داوود احمدي دليندۍ په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ټهامس اوميليا او په کابل کې د بريتانيا د سفارت مرستيال پرون ناوخته لښکرګاه ته پر يوه لنډ سفر راغلي و.
هغه زياته کړه، چې راغلي پلاوي د ولايتي چارواکو ترڅنګ د دغه ولايت له ځوانانو سره هم ليدنه وکړه او ژمنه يې وکړه، چې د هغو لپاره به د کار زمينه برابروي.
ټهامس، چې د بشري حقونو او ډيموکراسۍ په برخه کې کار کوي، د هلمند له ځوانانو سره يې په دې اړه هم خبرې وکړې.
د امريکا او بريتانيا د هېوادونو راغلي ګډ پلاوي دغه راز په دغه ولايت کې د ښځو چارو له رياست او له مرکزي زندان څخه ليدنه وکړه او د هغو له ستونزو يې ځانونه خبر کړل.
ياد پلاوي تر ليدنو کتنو وروسته له خبريالانو سره د خبرو پر مهال په هلمند ولايت کې له ترسره شويو پرمختګونه خوښي څرګنده کړه.
د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال وويل، چې هېواد به يې په راتلونکې کې له هلمند سره نورې مرستې هم وکړي.
د ياد ولايت ځوانانو له دغه پلاوي سره د خبرو پر مهال په دې ټينګار وکړ، چې له ٢٠١٤ کاله وروسته دې هم، نړيواله ټولنه له افغانستان او په ځانګړې توګه له هلمند سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د شريف الله په نوم يوه ځوان د نورو ځوانانو په استازيتوب د خبرو پر مهال نيوکه وکړه، چې په هلمند كې ټولې پروژې لنډمهاله دي او پر هغو بنسټيزو پروژو كار نه دى شوى، لكه پنځوس كاله وړاندې چې د امريكا د متحده ايالتونو له خوا په هلمند كې ترسره شوې دي.
هغه له امريکا او بريتانيا وغوښتل، چې په دغه ولايت کې دې د ځوانانو لپاره د کار زمينه برابره او اوږودمهاله پروژې دې پلې کړي.
په لښکرګاه کې د انګليسي ژبې د ښوونيز مرکز مشر اغامحمد قريشي غونډې ته د وينا پر مهال له يادو چارواکو وغوښتل، چې په دغه ولايت کې دې د فابريکو جوړولو په برخه کې پراخې مرستې وکړي.