Language

د دوو قوماندانانو په ګډون ٧ وسلوال مخالفين ونيول شول

لښکرګاه، اسعداباد (پژواک ٢ ليندۍ ٩٠): افغان او نړيوالو ځواکونو په بېلا بېلو عملياتو کې د دوو قوماندانانو په ګډون د اووه وسلوالو مخالفينو د نيولو خبر ورکړ.

 په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر له خوا د ليندۍ په  دويمه، پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې تېره ورځ يې د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې له افغان ځواکونو سره ګډ عمليات ترسره کړي دي.

 سرچينې زياته کړې، چې په دې عملياتو کې يې دوه داسې طالب قوماندانان نيولي، چې په ځانمرګو بريدونو او نورو تخريبي کړنو کې يې لاس درلود.

 ايساف وايي، چې له دې کسانو سره يې دوه نور ملګري هم نيولي دي.

 دغه راز ايساف ويلي، چې تېره شپه يې د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې هم دوه مخالفين نيولي دي؛ خو په دى اړه نور جزئيات نه دي ورکړي.

 بل خوا په ختيځ کې د ملي پوځ د دويمې لوا مطبوعاتي دفتر مشر جګړن شيرين اغا وايي، چې د ملي پوځ سرتېرو د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې يو تن د دولت د وسلوالو مخالفينو د يوه قوماندان مولوي ابراهيم ورور، محمد ظريف له يو شمېر وسلو او چاودېدونکو توکو سره يوځاى نيولى دى.

 نوموړى وايي چې له ظريف سره يوه پيکا، يوه کلاشينکوف، زر د پيکا مرمۍ، سل کيلوګرامه باروت، دوه د وسايطو ماينونه، دوه لاسي بمونه، څلور د ملي پوځ درېشي او څلور جوړې بوټان يې هم نيولي دي.

 دى وايي چې نيول شوي تن، دغه وسلې او چاودېدونکي توکي د پولې له هاغې خوا څخه د ترهګريزو کړنو لپاره رالېږدول، چې په وينا يې په اړه يې پلټنې شوې دي.