لښکرګاه (پژواک ٢ ليندۍ ٩٠): د هلمند د ولايت مقام وايي، چې په دغه ولايت کې د ګډو ځواکونو د عملياتو پر مهال ١٤ وسلوال طالبان وژل شوي دي.
د هلمند د والي وياند داوود احمدي د ليندۍ په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ګډ عمليات پرون په ګرشک ولسوالۍ کې ترسر شوي دي.
هغه زياته کړه، چې د افغان او ايساف ځواکونو يوه ګډه ګزمه د ګرشک ولسوالۍ د زمبلي او مېرمن داو تر منځ سيمې څخه تېرېده، چې د وسله والو طالبانو له خوا پرې بريد وشو.
د احمدي په وينا، د مخالفينو په دغه بريد کې ګډو ځواکونو ته کوم زيان نه دى اوښتى، خو په ځوابي عملياتو کې ١٤وسلوال طالبان وژل شوي دي.
نوموړى وايي، چې د وژل شويو وسلوالو طالبانو وسلې او مهمات هم پوليسو ترلاسه کړي دي.
د هغه په وينا، په دغو عملياتو کې ګډو ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، چې دوه ورځې مخکې په ګرشک ولسوالۍ کې ديوه ځانمرګي بريد په ترڅ کې درې عام وګړي او دوه پوليس ټپي شوي وو.