ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کورنيو چارو وزارت د ١٧٦ ټنو نشه يي توکو د نيولو خبر ورکړ

د کورنيو چارو وزارت د ١٧٦ ټنو نشه يي توکو د نيولو خبر ورکړ

کابل (پژواک ٢ ليندۍ ٩٠): د کورنيو چارو وزارت د افغانستان او ايران په پولو کې د نشه يي توکو له قاچاق وړونکو سره د مبارزې په موخه د دواړو هېوادونو د پوليسو د ګډو عملياتو د پيل او همدارنګه په څو ولايتونو کې د ١٧٦ ټنو نشه يي توکو د نيولو خبر ورکړ.

 د کورنيو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې مرستيال لوى پاسوال بازمحمد احمدي نن (د ليندۍ دويمه) په يوې خبري ناسته کې وويل، چې ټاکل شوې ده دغه ګډ عمليات سبا د ليندۍ په درېيمه د هېواد په لوېديځو پولو کې پيل شي.

 نوموړي زياته کړه، چې دغه عمليات د سيمه ييزو همکاريو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د معلوماتو د شريکولو له مخې په ګډو پولو کې ترسره کېږي.

 احمدي زياته کړه، چې په همدې لړ کې د کورنيو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې د پوليسو ځانګړې قطعې په پلان شويو سيمو کې ځاى پرځاى شوي او د عملياتو پيل ته چمتووالى لري.

 دغه عمليات به په يادو شويو سيمو کې د افغانستان او ايران له نشه يي توکو سره د مبارزې د پوليسو پنځم ګډ عمليات واوسي.

 دا په داسې حال کې ده چې ايران تل له افغانستان څخه، هغه هېواد ته د نشه يي توکو له قاچاق څخه اندېښنه څرګنده کړې ده.

 ايران چې له افغانستان سره څه دپاسه ١٢٠٠ کيلو متره ګډه پوله لري، اروپا ته د نشه يي توکو د ترانزيت يوه لاره بلل کېږي.

 د کورنيو چارو له نشه يي توکو سره د مبارزې مرستيال د نشه يي توکو ستونزه يوه سيمه ييزه او نړيواله ستونزه وبلله او ويې ويل: ((موږ له نشه يي توکو سره د مبارزې په خاطر نړيوالې همکارۍ ته اړتيا لري، په يو او يا څو هېوادونو نه شو کولى ترڅو په دغه مبارزه کې بريالي شو.))

 احمدي وايي چې ټاکل شوې ده، په نږدې راتلونکي کې دا ډول عمليات د هېواد په شمالي پولو کې د تاجکستان له نشه يي توکو سره د مبارزې له پوليسو سره په ګډه ترسره کړي.

د يادونې وړ ده، چې د روسيې له نشه يي توکو سره د مبارزې د ادارې مشر ويکتور ايونوف وايي، چې په هغه هېواد کې پنځه ميليونه تنه په نشه يي توکو روږدي دي، چې يو نيم ميليون يې له هغو نشه يي توکو څخه کار اخلي، چې له افغانستان څخه راوړل کېږي.

د روسي چارواکو په وينا، هر کال په دغه هېواد ٣٠زره تنه د نشه يي توکو د اعتياد له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

 د کورنيو چارو له نشه يي توکو سره د مبارزې مرستيال په ننني کنفرانس کې وويل، چې د لړم په مياشت کې له نشه يي توکو سره د مبارزې پوليسو له ملي اردو او ايساف ځواکونو سره په ګډه په بېلابېلو عملياتو کې ١٧٦ ټنه نشه يي توکي د کندهار، هلمند، غور، هرات او ننګرهار په ولايتونو کې کشف او نيولي دي.

 نوموړي زياته کړه، چې په دغو توکو کې څه دپاسه ٨٢٥ کيلو ګرامه هيرويين، اووه نيم ټنه ترياک، دوه ټنه مورفين، يو نيم ټن چرس، ١٥٢ ټنه کيمياوي توکي او ٩٦٠ بوتله الکولي مشروبات شامل دي.

 د سرچينې په وينا، د عملياتو په ترڅ کې ٢٠٥ تنه نيول شوي دي، ١٢٢ موټر لاس ته ورغلي، ٢٤٧ جريبه ځمکه له کوکنارو څخه پاکه شوې او  همدارنګه يو پوليس وژل شوى او درې نور ټپيان شوي دي.

 همدارنګه په دغې موده کې څه دپاسه ١٠ ټنه نشه يي توکي سوځول شوي دي.

 

Views: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.