کابل (پژواک ٢ ليندۍ ٩٠): “موږ قانع نه يو چې په افغانستان کې دې د بهرنيو ځواکونو اوږد مهاله شتون سيمې ته امنيت راولي، روسيه غواړي پوه شي چې دا ځواکونه او اډې به کوم کارونه کوي؟”
دا څرګندونې په کابل کې د روسيې سفير اندريو ايوتيسيان (Andrey Avetisyan) له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وکړې.
دا په داسې حال کې ده چې څلور ورځنۍ دوديزې لويې جرګې، چې شاوخوا ٢زرو کسانو په کې ګډون درلود، د تېرې يکشنبې پر ورځ پاى ته ورسېده، د ځينو شرايطو په وړاندې کولو سره يې له امريکا سره د افغانستان ستراتيژيک تړون تاييد کړ.
ايوتيسيان وويل چې هر خپلواک هېواد حق لري چې له نورو هېوادونو او نړيوالې ټولنې سره موافقې لاسليک کړي او په ورته وخت کې هر هېواد په خپله سيمه کې له ګاونډيو هېوادونو سره اوسېږي.
خو ده وويل چې تر ټولو مهم کار چې د غښتلي افغان ځواکونو روزل او جوړول دي، لا بشپړ شوي نه دي؛ نو دا مشروعې پوښتنې راولاړوي، چې ايا د بهرنيو ځواکونو محدودې اډې به د ځواکونو د وېستلو له اعلان وروسته دا دنده په ښه ډول تر سره کړي، که نه.
هغه زياته کړه: ((ترهګرۍ او نشه يي توکو ته په کتو سره، چې موږ د نورو ګاونډيانو په څېر بايد دې ته پام وکړو، چې دلته څه روان دي؟ فعلاً موږ په دې قانع نه يو، چې په افغانستان کې دې د بهرنيو ځواکونو اوږد مهاله شتون سيمې ته امنيت راولي.))
ايوتيسيان وويل، چې روسيې لس کاله وړاندې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له نورو غړو هېوادونو سره په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په ډګر کې، د نړيوال ايتلاف ماموريت تصديق کړ.
خو هغه زياته کړه، کله چې نړيوال ايتلاف د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په دستور افغانستان ته راغلى، چې تر ٢٠١٤ کال پورې محدود نه دى او دا ايتلاف بايد د امنيت شورا په دستور، وروسته له هغې ووځي، چې يادې شورا ته د ترلاسه شويو موخو په اړه راپور ورکړي.
د روسيې سفير زياته کړه: ((که دا خبره نه وي او څه ځواکونو ته لا هم اړتيا وي، چې د ځواکونو د وتلو له اعلان وروسته دلته پاتې کېږي، موږ غواړو پوه شو چې د همدې ځواکونو او اډو تر شا واقعاً څه کارونه پاتې دي؟))
هغه د افغانستان حالاتو ته په اشارې سره وويل، چې د لسو کلونو په تېرېدو سره د بهرنيو ځواکونو په شتون کې امنيت خراب شوى، د شمال په ارامو ولايتونو کې تشدد زيات شوى، بېلا بېل ترهګريز بريدونه روان دي، ملکي خلک ارام احساس نه کوي او د نشه يي توکو توليد او قاچاق هم مخ پر زياتېدو دى.
ايوتيسيان ترهګري او نشه يي توکي دوه وروڼه ياد کړل او ويې ويل، چې پر وړاندې يې بايد حقيقي مبارزه وشي.
هغه وويل، چې هېواد يې په افغانستان کې د ايساف له کړنو ملاتړ کوي؛ خو زياتوي چې روسيه غواړي د دغو هڅو پايلې وويني.
د روسيې سفير د پژواک د دې پوښتنې په ځواب چې که د لسو کلونو لپاره امريکا په افغانستان کې دايمي اډې جوړې کړي؛ نو دا کار به د دواړو د افغانستان او روسيې پر اړيکو کومه اغېز ولري؟ وويل چې افغانستان او روسيه دوه ملګري هېوادونه دي او ترمنځ يې نږدې او ځيني وخت سختې اړيکې پاتې شوې دي.
خو زياته يې کړه، له همدې امله به يې هېواد له افغان ملګرو سره په څرګند ډول د دوه اړخيزه ګټو او په دې هېواد کې د بهرنيو هېوادونو د اوږد مهاله شتون د موضوع په ګډون، موضوعات وڅېړي.
د روسيې سفير په ٢٠١٤ کال کې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتلو ته د مصنوعي نېټې په توګه ګوري او وايي، چې نړيوال ايتلاف په افغانستان کې خپلې موخې لا نه دي تر لاسه کړي.
هغه زياته کړه: ((د افغانستان ستونزې په جګړه نه هوارېږي، په اخر کې ملي پخلاينه يې ځواب دى؛ خو يواځې غښتلى افغانستان چې اقتصاد يې قوي وي، قوي پوليس ولري او خلک يې خپلو لومړنيو حقونو ته لاسرسى ولري، د دې ضمانت کولى شي.))
هغه په دې برخه کې د ملګرو ملتونو ونډه مهمه وبلله او زياته يې کړه، چې افغانستان په ښکاره توګه مرستې ته اړتيا لري او د دې ترڅنګ سيمه ييزه همکاري يو له مهم توکو څخه ده، ترڅو افغانستان او سيمې ته سوله او ارامي راولي.
ايوتيسيان وويل چې روسيه چمتو ده، ترڅو له افغان ملګرو سره په دې برخه کې همکاري ته په دوه اړخيزه او سيمه ييزه توګه د شانګهاى د همکارۍ سازمان له لارې خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.