مزارشريف (پژواك ٣ ليندۍ ۹۰) : د بلخ ولايت د كرنۍ مسوولين هڅه كوي، چې د دغه ولايت كروندګر د تيل وركونكو بوټو كښت ته وهڅوي.
د دغه ولايت د كرنې رييس كاتب شمس د ليندۍ په ٣مه، پژواك خبري اژانس ته وويل، چې د بلخ ولايت د كرنۍ رياست په دغه ولايت كې د سولې د دفتر په مالي ملاتړ كروندګرو ته د تيل وركونكو بوټو د كښت لپاره اسانتياوې برابروي.
نوموړي زياته كړه، چې په همدې موخه د سولې دفتر د بلخ ولايت له كروندګرو سره ۸۰۰زره امريكايي ډالر مرسته كوي.
د هغه په وينا، د تيل وركونكو نباتاتو د كرلو په موخه به د دغه ولايت يو شمېر كروندګرو ته مسلكي روزنه وركول كېږي.
د كرنې رييس وويل، چې زغر، لمرمخى (ګل افتاب پرست، ګونځلې او داسنې نور هغه بوټي دي، چې ښه غوړ ترې تر لاسه كېدى شي او په نړيوال ماركېټ كې ښه بيه هم لري.
په بلخ ولايت كې د سولې د دفتر مشر عبدالقدوس پژواك ته وويل، چې دوى به هغو كروندګرو ته ، چې د تيل وركونكو نباتانو كښت كول غواړي د مسلكي زده كړو اسانتياوې برابرې كړي.
همداراز نوموړي زياته كړه، چې كروندګر ته به د پنځه جريبه ځمكې د كرلو نيم لګښت وركړي.
د بلخ ولايت كروندګر هم په دغه ولايت كې د تيل وركونكو نباتانو د كرلو لپاره خپل چمتوالى ښي.
د دغه ولايت د چمتال ولسوالۍ اوسېدونكي كروندګر حاجي مياخان پژواك ته وويل، چې كه له دوى سره د يادې شوې مرستې په توګه لاسنيوى وشي ،نو چمتو دي، چې تيل لرونكي نباتات وكري.
نوموړي زياته كړه، چې كه د تيلي نباتاتو د كرلو پر مهال ورته د ښې سرې او ښه تخم اسانتياوې برابرې شي، نو دوى هېڅ ستونزه نه لري.
د بلخ ولايت د كرنې رييس وويل، چې له بوټو څخه تر لاسه كېدونكي غوړي كلسترول نه لري، د بدن لپاره ډېر ګټور وي، نوموړي زياته كړه، چې كه دوى په بلخ كې د دغو بوټو په كښت وتوانېدل، نو ډېر ژر به په ټول شمال كې د تيل وركونكو بوټو كر پيل شي.