مهترلام (پژواک ٣ ليندۍ ٩٠): د لغمان ولايت چارواکي وايي، چې په دولت شاه ولسوالۍ کې يې د ترسره کړو عملياتو په ترڅ کې ډېرى سيمې له مخالفينو پاکې کړې، وسلې او نشه يي توکي يې هم ترلاسه کړي دي.
د لغمان امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمان سرجنګ د ليندۍ په درېيمه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه عمليات يوه اونۍ مخکې پيل شوي وو.
هغه زياته کړه، دغه عمليات، چې په کې ملي پوليسو، اردو او د ايساف ځواکونو برخه اخيستې وه، نن سهار وخته پاى ته ورسېدل.
سرجنګ وايي، چې د عملياتو پر مهال څلور وسلوال مخالفين وژل شوي، دوه ټپيان دي او له هغوى يو ميل ٨٢ ملي متري توپ، شپږ ميله کلاشينکوفونه او يوه اندازه مهمات هم ترلاسه شوي دي.
د نوموړي په وينا، چې د دغو عملياتو په ترڅ کې د دولت شاه ولسوالۍ لس کلي له وسلوالو مخالفينو پاکې شوې او ګډو ځواکونو ته هېڅ زيان نه دى اوښتى.
د دولت شاه ولسوال نصيراحمد همت پژواک اژانس ته وويل، چې ګډو ځواکونو د عملياتو پر مهال ٥٠٠ جريبه ځمکه له کوکنارو پاکه او ١٤کيلوګرامه اپيون ترلاسه کړي دي.
د نوموړي په وينا، چې د سيمې اوسېدونکو له امنيتي ځواکونو سره دکوکنارو په اړولو کې مرسته کړې او هېڅ کوم خنډ سره نه دي مخ شوي.
ولسوال وايي، چې د دولت شاه ډېرې سيمې له وسلوالو مخالفينو پاکې شوې او اوس هلته امنيت ډاډمن دى.
د دولت شاه ولسوالۍ د قاسم دړ سيمې يوه اوسېدونکي حيات الله پژواک اژانس ته وويل، چې دوى خپل کوکنار له دولت سره د همکارۍ په موخه اړولي دي.
هغه وايي، ده خپل پر شپږ جريبه ځمکه کرل شوي کوکنار هم له همدغه امله واړول، چې دولت ورسره په سيمه کې د مرستې او بيارغونې د پروژو ژمنې وکړې.
نوموړي زياته کړه: ((که دولت پر خپلو ژمنو وفا ونه کړي، خلک به بيا کوکنار وکري.))
د ګل رحيم په نوم يوه بل اوسېدونکي پژواک ته وويل، چې دولت تر اوسه له دوى سره د کوکنارو د نه کر په برخه کې هېڅ مرسته نه ده کړې او نه يې هم د بيارغونې کارونه ترسره کړي دي.
دولت شاه د لغمان د مرکز مهترلام په شمال کې لرې پرته ولسوالۍ ده، چې له نورستان، پنجشېر او کاپيسا ولايتونو سره ګډه پوله لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP