ميدان ښار (پژواک ٤ ليندۍ٩٠ ): وسلوالو طالبانو د ميدان وردګو ولايت په جلرېز ولسوالۍ کې د امنيتي کپمنۍ پر ساتوونکو بريد کې پنځو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
ددې ولايت د والي وياند شاهدالله شاهد د ليندۍ په څلورمه،پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا بريد پرون له ماښام وروسته په شپږو بجو شوى دى.
هغه زياته کړه چې وسلوالو طالبانو د جلرېز ولسوالۍ د ملاخېلو په سيمه کې ديوې امنيتي کمپنۍ پر ساتوونکو بريدکړى، يوتن ساتونکى يې وژلى او څلور نور يې ټپيان کړي دي.
د شاهد په وينا، په دې بريد کې د امنيتي کمپنۍ د ساتوونکيو يو سرف موټر هم ويجاړ شوى دى.
دى وايي چې پوليسو په سيمه کې پلټنې پيل کړې دي.
د حسيب الله په نامه د ملاخېلو يوتن اوسېدونکي پېښه تاييدکړه او ويې ويل چې نښتې د يوه ساعت لپاره ادامه لرله.
دى وايي چې ددې نښتې له امله لاره هم د ترافيکو پر مخ تړلې وه.
وسلوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP