ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستاني پوليسو اتيا تنه افغانان ونيول

پاکستاني پوليسو اتيا تنه افغانان ونيول

author avatar
25 Nov 2011 - 14:16
پاکستاني پوليسو اتيا تنه افغانان ونيول
author avatar
25 Nov 2011 - 14:16

کويټه ( پژواک ٤ ليندۍ ٩٠ ) : پاکستاني پوليسو د  افغانستان پولې ته څېرمه په چمن سيمه کې له قانون څخه د سرغړونې په تور له تېرو دوو ورځو راهيسې اتيا تنه افغانان نيولي دي.

د پاکستان پوليس وايي چې د نيولو شويو کسانو زياته برخه د افغانستان د سوېلي ولايتونو اوسېدونکي دي او ټول پرته له دې، چې له ځانونو سره په  پاکستان کې د اوسېدو لپاره قانوني سندونه ولري، پاکستان ته راغلي وو.

 

په چمن کې د سرحدي پوليسو مشر محمد سعيد اغا د ليندۍ په څلورمه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې  نيول شوي کسان له تېرو دوو ورځو راهيسې د افغانستان او پاکستان په ګډه پوله پاکستان ته د را اوښتو پر مهال نيول شوي دي.

 

دى وايي چې نيول شوي ټول کسان له ځانونو سره په پاکستان کې د اوسېدو لپاره هېڅ قانوني اسناد نه لري.

 

دده په خبره، ټول نيول شوي کسان د پاکستان د استخبآراتي ادارې (ايف اى اې ) يا د تحقيقاتو مرکزي ادارې کارکوونکيو ته سپارل شوي، تر څو هغوى ورڅخه پلټنې وکړي.

 

په کويټه کې افغان جنرال قونسل د دغو افغانانو په نيول کېدو ناخبري ښيي.

 

پاکستاني پوليس وخت ناوخته د بلوچستان په بېلابېلو سيمو کې افغانان نيسي، چې تر يوې ټاکلې مودې بند تېرولو او جريمې اخيستلو وروسته يې بېرته افغانستان ته اړوي.

 

څه موده مخکې هم په بلوچستان کې پاکستاني پوليسو د افغانانو نيولو ته زور ورکړى و، چې په پايله يې تر دولس سوه زيات افغانان نيول شوي و .

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.