Language

د راتلونکي کال بوديجه به د نهو مياشتو لپاره وي

کابل (پژواک ٥ ليندۍ ٩٠): د ماليې وزارت د راتلونکي کال لپاره د نهو مياشتو بوديجه جوړوي، ترڅو وکولاى شي چې د ١٣٩٢ کال بوديجه د نوي مالي کال له مخې درې مياشتې وړاندې جوړه کړي.

ولسي جرګې د تلې په ٢٥ مه، پرېکړه وکړه، چې تردې وروسته به د افغانستان مالي کال د مرغومي د مياشتې په لومړۍ نېټه پيلېږي.

تر اوسه د افغانستان مالي کال د وري په لومړۍ نېټه پيلېده.

چارواکو ويلي، چې د ژمي په لومړۍ مياشت کې د مالي کال پيلېدل دا ګټه لري، چې په ژمي کې د ډېرو پروژو کارونه د سړې هوا له امله ځنډېږي او د کار د موسم تر رسېدو د بوديجې د جوړېدو او تصويب پړاوونه وهل کېږي.

د ماليې وزارت وياند عزيز شمس نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ١٣٩١ کال لپاره د بوديجې د تدوين چارې پيل شوې؛ خو د راتلونکي کال بوديجه به د نهو مياشتو لپاره وي.

هغه په دې اړه وويل، چې د راتلونکي کال بوديجه ځکه د نهو مياشتو لپاره جوړېږي، چې  د روان کال بوديجه د پخواني مالي کال له مخې د يو کال لپاره جوړه شوې او بايد ولګول شي.

ده زياته کړه: ((ناشونې ده چې د يو کال تصويب شوې بوديجې د لګولو موده لنډه شي او د دې لپاره چې په ١٣٩٢ کال کې د بشپړ کال بوديجه ولرو، مجبور يو چې راتلونکي کال لپاره د نهو مياشتو بوديجه جوړه کړو.))

شمس وويل، چې د دولتي ادارو د تشکيلاتو د ارزونې په موخه، چې د عادي بوديجې د جوړولو مهمه برخه بلل کېږي، يوه حکومتي لوړ پوړي کمېسيون په کار پيل کړې دى.

د هغه په وينا، د راتلونکي کال (١٣٩١) د عادي بوديجې د جوړولو په اړه د وزارتونو لپاره له اړوندو وزارتونو سره ناستې به د روانې مياشت په ١٥مه، پيل شي.

دغه راز سرچينې زياته کړه، چې د تېرو کلونو په څېر به د راتلونکي کال د بوديجې ډېره برخه امنيتي سکټور ته ځانګړې شي.

هغه وويل، پراختيايي بوديجه له دې امله چې د بهرنيو مرستندويه سرچينو پر مرستو ولاړه ده، د مرستندويانو د ژمنه شويو مرستو او شته پروژو ته په پاملرنې سره به جوړه شي.

شمس وايي چې د پراختيايي بوديجې په جوړولو کې د وزارتونو له خوا د تېر کال د بوديجې لګول شوې کچه هم مهم رول لري، ځکه چې په نوې بوديجه کې د اړونده وزارت د تېر کال کړنې په پام کې نيول کېږي.

د سرچينې د څرګندونو له مخې، تر اوسه په منځني ډول د ١٣٩٠ کال د پراختيايي بوديجې شاوخوا ٣٥ سلنه لګول شوې ده.

د ماليې وزارت د معلوماتو له مخې، د ١٣٩٠ کال عادي بوديجه ١٥٠،٧ ميليارده افغانۍ او پراختيايي بوديجه ٧٤ ميليارده افغانۍ ده.