مزارشريف-شبرغان-سرپل (پژواك ٥ لېندۍ ۹۰): په بلخ، سرپل او جوزجان ولايتونو كې شويو واورو ته کروندګر خوشاله دي او د وچکالۍ د پاى ته رسېدو زيرى يې بولي، خو ځينې يې بيا له زيانونو وېره لري.
په بلخ، سرپل او جوزجان ولايتونو کې له تېرې شپې راهيسې، چې مخکې باران اورېده، واوره پيل شوې او اوس (د ماسپښين يو نيمه بجه) هم د واورې اورښت دوام لري.
د بلخ کروندګر وايي، چې د باران او وارې له دغه اورښت سره ځمکه لندېږي، مضره حشرې او چنجي له منځه ځي او د وچکالۍ د له منځه وړو زېرى يې بولي.
د بلخ د چمتال ولسوالۍ د ينګي كلا اوسېدونكي او كروندګر حاجي عبدالله خان پژواك خبري اژنس ته وويل، چې شوې واوره ګټې او زيانونه دواړه لري.
نوموړي زياته كړه، چې كروندګر په لړم او لېندۍ مياشتو كې غنم كري، چې بايد ځمكه ورته وچه وي، خو اوس واورې او بارانونو ځمکې لندې کړې دي.
هغه زياته کړه: ((ما خپله ۲۰جريبه ځمكه د قوس مياشتې ته ساتلې وه، چې غنم په كې وكرم؛ خو د دغو بارانونو او واورو له لاسه پټي ته نه شم ښكته كېداى.))
د دغه کروندګر په وينا، له ټولو ستره ګټه به يې دا وي، چې د تېر كال د وچكالۍ د اوږدېدو مخه به ونيسي.
د كشندې ولسوالۍ اوسېدونكي اسماعيل باى پژواك اژانس ته وويل، چې د تېر كال د اورښتونو د نه كېدو له امله په ځمكو كې چينجي او يو ډول زيان رسوونکې حشرې پيدا شوې وې، چې د همدې وارې له امله له منځه ځي.
دغه کروندګر زياته كړه، چې د همدې حشرو او چينچيو له امله به يې كښتونو ته خورا زيان رسېده او حاصلات به يې كمېدل، خو وايي، چې له دې واورې او باران سره به دا ستونزه حل شي.
د بلخ د كرنې رييس كاتب شمس پژواك اژانس ته وويل، چې اورښتونه هغه مهال ډېره ګټه لري، چې بزګر ته د كروندې د پاللو وخت وركړي او که دغه اورښت وقفه يي نه شي، له ګټو به يې زيان ډېر وي.
نوموړى وايي، چې سږ کال په دغه ولايت کې څه د پاسه ٢٨٥ زره جريبه للمي ځمکه کرل شوې وه، چې د وچکالۍ له امله يې حاصل ورنه کړ.
دغه راز ده دا هم وويل، چې ٥٠٠ زره جريبه ابي ځمکه هم کرل شوې وه، خو د وچکالۍ له امله په سلو کې څلوېښت زيانمنه شوې ده.
په جوزجان کې هم د زراعت رياست چارواکي وايي، چې د دوى د معلوماتو له مخې ٣٠سانتي متره واوره، ٥٠ سانتي متره باران شوى او د ځمکې لوندوالى ٨٠ سانتي مترو رسېږي.
د دغه ولايت د شېربېګ ولسوالۍ اوسېدونکى حاجي اسدالله وايي، چې د دوى د کښت او کرنې کار زيات شوى او تر درې زره منه پورې تخم يې کرلى دى.
دغه بزګر وايي، چې د مني کښت له اوسه پيل شوى او تر سلواغې مياشتې به دغه چاره دوام ولري او وايي، چې راتلونکى کال خپلو حاصلاتو ته هيله من دي.
په جوزجان کې سږ کال لومړۍ واوره د لړم مياشتې له ١٧مې پيل شوې او د کروندګرو په وينا، که د واورې دغه اورښت پر همدې بڼه ادامه ولري، وچکالي به له منځه ولاړه شي او ځمکې به يې ښه حاصلات ورکړي.
د جوزجان د زراعت رياست چارواکي وايي، چې شاوخوا ٥٥ هکتاره زراعتي ځمکه په روان کال کې د وچکالۍ له امله شنډه وه.
د دغه ولايت د زراعت رييس عبدالرشيد پژواک اژانس ته وويل، چې شاوخوا ٤٠ هکتاره للمي ځمکې او ١٥ هکتاره ابي ځمکې په روان کال کې د وچکالۍ له امله حاصل ورنه کړ.
د هغه په وينا، د اقچه او سرپل د سيندونو اوبه جوزجان ته راځي، خو د وري په مياشت کې دغه اوبه وچې شوې او د بارانونو نه اورېدل د وچکالۍ لامل شو.
نوموړى هم د واورې ورېدو ته هيله من دى او وايي، چې په دې سره به وچکالي له منځه ولاړه شي او او د کروندګرو په حاصلاتو کې به ډېروالى راشي.
د سرپل اوسېدونکي هم روانو اورښتونو ته خوشال دي او له وچکالۍ د خلاصېدو په موخه يې نېک فال بولي.
د دغه ولايت د مرکز اوسېدونکى ٣٥ کلن محمد بشير وايي: (( زما نه ياديږي، چې د کال په دغه فصل کې ٥٠ سانتي متره واوره ورېدلي وي، دا واوره موږ ته د کرکېلې په برخه ښه کې يو نېک فال دى.))
د دغه کروندګر په وينا، که چېرې د واورې او باران اورښت همداسې دوام وکړي، د کښت لپاره به ډېره ګټه ورسوي.
خو د ده په خبره، له يوې خوا د واورې د ورېدو له امله ځينې کورونه د ړنګېدو په حال کې دي او له بلې خوا سږ کال خلکو د ژمي لپاره چمتو والى نه درلود.
د سرپل مرکز اړوند د شېرم کلي اوسېدونکى محمد ظاهر وايي، چې د وچکالۍ او د اوبو د نشتوالي له امله يې خپل ټول لس څاروي (پسونه) خرڅ کړي او ښار ته کډه شوى، چې د مزدورکارۍ له لارې خپلو اتو ماشومانو ته ډوډۍ پيدا کړي.
دغه کروند ګر زياتوي، چې اوس واوره او بارانونه ډېر شوي او دوى به په راتلونکي کې د اوبو له کمښت سره نه مخ کېږي او له خپلو ځمکو به هم ښه حاصل ترلاسه کړي.