ګردېز (پژواک ٥ ليندۍ ٩٠): په ګردېز ښار کې د جلا جلا ترافيکي پېښو له امله دوه تنه مړه او ١٠ نور ټپيان شول.
د ګردېز د ملکي روغتون سرطبيب حياګل پکتين پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوى ته نن سهار نږدې ۷ بجې دوه تنه مړي او ٤ نور ژوبل کسان ور وړل شوي وو.
ده وويل چې په دې ټکر کې وژل شوي دوه تنه، يو يې د پوليسو د ۵۰۵ سپين غر زون د قوماندانۍ د پوليسو استاد او بل يې په خوست کې د محکمې محرر و.
د نوموړي خبره، د دې پېښې يو ټپي يې د ژورو ټپونو له امله کابل ته استولی، چې روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ دى.
دی وايي چې د پکتيا ولايت د عامې روغتيا پخوانی رييس نظرمحمد حبيب، چې اوس د عامې روغتيا په وزارت کې دنده لري، هم ټپي شوی دی.
د پکتيا د ترافيکو د مديريت د تنظيم امر توريالي پژواک ته وويل، چې نن سهار وختي يوه سراچه موټر د کابل پر لور روان و، چې له مخامخ راتلونکي باروړونکي هينو ډوله موټر سره يې ټکر وکړ.
دی وايي چې دا ټکر د ګردېز د امنيه قوماندانۍ په مخ کې شوی، چې په کې سپاره ٤ تنه ټپيان شوي او دوو نورو يې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د نوموړي په خبره، تر اوسه پورې دا نه ده په ډاګه شوې، چې په دې ټکر کې کوم موټر چلوونکی پړ دى.
د يو بل خبر له مخې، د پکتيا د مرکز ګردېز په تېرې کنډاو کې د دوو کرولا موټرو ترمنځ په ټکر کې شپږ تنه ټپيان شوي دي.
په دغې پېښه کې چې نږدې نن يوه بجه رامنځ ته شوه، د لوګر له لوري په راروان موټر کې د يوې کورنۍ ناست شپږ غړي له موټر سره لاندې کندې ته ولوېدل.
د پکتيا د ملکي روغتون ډاکټر حياګل پکتين پژواک ته وويل، چې په دې پېښه کې د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دی او له لومړنيو طبي مرستو وروسته خپل کور ته واستول شول.
د يادونې ده چې څلور ورځې مخکې هم، د امنيه قوماندانۍ ترمخ د پوليسو يوه رېنجر موټر له سراچې موټر سره ټکر وکړ، چې څلور تنه په کې ټپيان شول.