ميدان ښار (پژواک ٥ ليندۍ ٩٠): د ميدان وردګو ولايت په سيداباد ولسوالۍ کې د يوې امنيتي کمپنۍ پر کاروان د ماين په چاودنه کې د دې کمپنۍ درې ساتونکي وژل شوي او يو تن يې ټپي شوى دى.
د ميدان وردګو ولايت د والي وياند شاهدالله شاهد د ليندۍ په ٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن له غرمې مخکې يوولس بجې، د دې ولسوالۍ د شنيز په سيمه کې د کابل – کندهار پر لويه لار رامنځ ته شوه.
هغه وويل، چې په دې پېښه کې د دې کمپنۍ درې ساتونکي وژل شوي او يو تن يې ټپي دى.
د سيداباد ولسوال ډاکټر مسلم هم له پژواک سره په خبرو کې، ياده شوې پېښه او په دې پېښه کې د دې امنيتي کمپنۍ ٤ ساتونکو ته اوښتې مرګ ژوبله ومنله.
خو تراوسه پورې د دې پېښې مسووليت چا نه دى اخيستى.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له پژواک سره د يوې اړيکې په ترڅ کې په دې اړه ناخبري وښوده.
دوه ورځې وړاندې (د ليندۍ درېيمه) هم، د فراه ولايت په ګلستان ولسوالۍ کې د يوې امنيتي کمپنۍ لس ساتونکي، چې د هرات له تورغونډۍ څخه يې په کندهار ولايت کې د ايساف ځواکونو ته تېل لېږدول، د طالبانو له خوا ووژل شول او د دې کمپنۍ لس ټانکر لرونکي موټر هم وسوځول شول.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP