جلال اباد (پژواک ٥ ليندۍ ٩٠): د ننګرهار چارواکي وايي چې د کانال دوه کارکوونکي او دوه پوليس د فارمونو د څار پر مهال وژل شوي دي.
د ننګرهار د کانال رييس انجنير حکيم نن (د ليندۍ ٥مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن ماسپښين يوه نيمه بجه يې دوه مامورين له دوو ساتونکو سره يو ځاى وسله والو وژلي دي.
د هغه په وينا، دغه دوه کارکوونکي له دوو پوليسو سره د بټي کوټ ولسوالۍ په درېيم فارم کې د فارمونو د څار پر وخت د ناپېژاندو وسله والو له خوا ووژل شول.
نوموړي وويل، مامورينو يې د غونډ محافظ له دوو پوليسو سره په يو کرولا موټر کې د فارمونو د ونو څارنه کوله، چې په غلا يې څوک ونه وهي.
انجنير حکيم زياته کړه، چې د ګزمې پر مهال يې موټر ناڅاپه تر وسله وال بريد لاندې راغى او په کې سپاره يې ځاى پر ځاى ووژل شول.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مرستيال او د امنيت امر سمونوال معصوم هاشمي، پژواک اژانس ته د دغې پېښې پخلى وکړ او زياته يې کړه، چې په اړه يې پلټنې روانې دي.
د هغه په وينا، د پېښې په تړاو تراوسه څوک نه دي نيول شوي.
بل پلو طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک اژانس ته وويل، چې د بټي کوټ په درېيم فارم کې يې د پوليسو يو قوماندان له درېيو ساتونکو سره وژلى دى.
د يادونې وړ ده، چې يادې شوې سيمې ته نږدې يوه اونۍ وړاندې ناپېژاندو وسله والو د تورخم پر لويه لار د ګمرک يو کارکوونکى وژلى او درې نور يې له ځان سره بېولي وو.