جلال اباد (پژواک ٥ ليندۍ ٩٠): ځايي چارواکي وايي چې په کونړ ولايت کې يې لس پاکستاني وسله وال طالبان وژلي دي.
په ختيځو ولايتونو کې د لومړي زون سرحدي پوليسو قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل نن (د ليندۍ ٥مه) پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه د افغان او ايتلافي ځواکونو په ګډو عملياتو کې لس پاکستاني وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د هغه په وينا، دغه وسله وال په سيمه کې د طالب قوماندان روح الله خادم کسان وو.
نوموړي وويل، چې دغه عمليات د کونړ ولايت د خاص کونړ ولسوالۍ په مايه او شونکړۍ سيمو کې ترسره شوي دي.
خو د خاص کونړ ولسوالۍ يوه دولتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه ١٢ بجې ايتلافي ځواکونو د سرکاڼو او خاص کونړ په ولسواليو کې پر وسله والو مخالفينو هوايي بريد کړى، چې په ترڅ کې يې لس تنه وژل شوي او ٦ نور ټپيان دي.
د هغه په وينا، د يادې شوې ولسوالۍ د مايه او شونکړۍ سيمو د غرونو په لوړو څوکو کې وسله وال مخالفين ځاى پر ځاى شوي وو، چې ايتلافي ځواکونه پرې له الوتکو پلي شول.
نوموړي وويل، چې پلي شوي ځواکونه له وسله وال بريد سره مخ شول؛ خو د زيان په اړه يې معلومات نه لري.
هغه زياته کړه: ((دلته نږدې د پاکستاني ملېشو پوسته هم ده، چې تراوسه معلومه نه ده چې بريد له پوستې پرې شوى که وسله والو طالبانو کړى دى.))
نوموړي زياته کړه، چې په يادو شويو سيمو کې د سرحدي پوليسو پوستې هم پرتې دي؛ خو په دغه هوايي بريد کې هغو او ملکي وګړو ته زيان نه دى رسېدلى.
په کابل کې د ايساف ځواکونو د بګرام له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې افغان کومانډو ځواکونو په خاص کونړ ولسوالۍ کې د شنبې پر شپه لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
سرچينې، وسله والو طالبانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه دي ورکړي؛ خو زياتوي، بريد وروسته له هغه تر سره شو، کله چې وسله والو په سيمه کې پر بهرنيو ځواکونو د سپکو او درنو وسلو بريد وکړ.
د خبرپاڼې په حواله، د وسله والو طالبانو په بريد کې د ايتلافي ځواکونو سرتېرو ته زيان نه دى رسېدلى.
بل خوا د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د مايه او شونکړۍ په عملياتو کې د دوى ملګرو ته هېڅ زيان نه دى اوښتى.
د يادونې ده، چې د کونړ او نورستان په ځينو سرحدي ولسواليو کې له يوې اونۍ راهيسې د افغان او ايتلافي ځواکونو له لوري چاڼيز عمليات پيل شوي دي.