Language

جلال اباد (پژواک ٥ ليندۍ ٩٠): د بهسودو ولسوالۍ چارواکي وايي چې له يوه کور څخه يې د ښېوې ولسوالۍ د بزګرانو لپاره توزيع کېدونکي ١٤٠ بورۍ هغه غنم او کيمياوي سره نيولې، چې د کرنې رياست له لوري وېشل شوې ده.

د ننګرهار د بهسودو ولسوال نعمت الله نورزي نن (د ليندۍ ٥مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ولسوالۍ پوليسو يې د بينيګاه کلي له يوه کور څخه ٩٥ بورۍ کيمياوي سره او ٤٥ بورۍ د غنمو اصلاح شوى تخم ترلاسه کړى دى.

د هغه په وينا، دا هغه کيمياوي سره او غنم دي، چې د خوراک او کرنې نړيوال سازمان (FAO) له لوري د کرنې رياست د دغه ولايت پر بزګرانو وېشلي دي.

نوموړي زياته کړه، چې د پېښې په تړاو يې ٣ تنه نيولي او ابتدايه څارنوالۍ ته يې سپارلي دي.

د يادې شوې ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال روح الامين سادات پژواک اژانس ته وويل، چې په يوه بله پېښه کې يې نن (د ليندۍ ٥مه) پوليسو له يوه تن سره ٢ لوى دولتي جنراتورونه هم نيولي، چې غوښتل يې له جلال اباد ښار څخه يې وباسي.

د ننګرهار د کرنې رييس انجنير محمد حسين ساپي پژواک اژانس ته وويل، چې ٣ ورځې وړاندې د ده د ادارې له لوري د ننګرهار ١٢٠٠٠ بزګرانو ته د اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرې د وېش لړۍ پاى ته رسېدلې ده.

د هغه په وينا، په دې اړه يې د ښېوې ولسوالۍ د کرنې مدير پوښتلى او هغه ورته ويلي، چې غنم او کيمياوي سره هغه مهال غلا شوې، چې قومي ملکانو د خپلو کليو سهميه د ولسوالۍ له مديريت څخه ترلاسه کړې ده.

نوموړي له عدلي ارګانونو وغوښتل، چې د دغه کار عاملينو ته دې سخته سزا ورکړي، څو د نورو لپاره عبرت وګرځي.

د يادونې وړ ده، چې کله ناکله په ننګرهار کې بزګرانو ته د اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش پر مهال د شکايت غږونه راپورته کېږي، چې حق حقدار ته نه رسېږي.